لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دصوابۍ دمحمد صادق افغانستان دپاره دپاکستان دځانګړي استازي په توګه ټاکنې ته څېړونګي څنګه ګوري؟


څېړونکي په خټه دپښتون پاکستاني سفارتکار محمد صادق افغانستان دپاره دپاکستان دځانګړي استازي په توګه ټاکنه به دکابل اؤ اسلام اباد ترمنځ واټنونو کمولو کې یو ګټور ګام ثابت شي.

دخیبر پښتونخوا دصوابۍ سیمې سره تړاؤ لرونکی محمد صادق دپاکستان یو وتلی سفارتکار ګڼل کیږي چې تر دې دمخه یې افغانستان کې دپاکستان دسفیر په توګه هم خپله دنده سرته رسولې ده اؤ اوس یو ځل بیا پاکستان هغه افغانستان دپاره خپل ځانګړی استازی ټاکلی دی.

افغانستان کې دپاکستان پخواني سفیر اؤ څېړونکي رستم شاه مهمند وي او ای اردو ته ویلي افغانستان دپاره دځانګړي استازي په توګه دمحمد صادق ټاکنه ښایي چې پاکستان اوس افغانستان ته زیات ارزښت ورکوي چې دغه ارزښت په تیرو وختونو کې نه لیدل کیدو.

هغه ویلي که چرې پاکستان محمد صادق ته داسې واک اؤ صلاحیت ورکړي لکه څنګه چې امریکې خپل استازي زلمي خلیلزاد ته ورکړی دی نو هیله ده هغه به افغانستان کې یو ښه رول ولوبول شي.

رستم شاه مهمند ویلي هرڅو که محمد صادق دطالبانو سره له دې امله ښه بلدتیا نه لري چې دهغوئ دفتر دوحه کې دی خو دافغانستان دنورو ټولو ډلو اؤ مهمو اشخاصو سره یې غوره اړېکې دي اؤ دغه اړېکو نه په استفادې هغه کولی شي چې دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ بې باورۍ ختمې اؤ یو ښه چاپیریال رامنځته کړي.

پخپله نوې دنده له ګمارل کیدو وروسته محمد صادق روانه اوونۍ دپاکستان دپوځ دسرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه سره یو ځائ کابل ته سفر هم کړی ؤ اؤ دغلته یې افغان چارواکو سره افغانستان کې په سوله اؤ ثبات اؤ داسلام اباد اؤ کابل داړیکو په هکله خبرې اترې کړې وې.

دافغانستان دبهرنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلي محمد حنیف اتمر هم په ټوئټر خپل یو پوسټ کې دمحمد صادق دافغانستان دپاره دځانګړي استازي په توګه د ټاکنې هرکلی کړی هېله یې ښکاره کړې چې دهغه په څېر دیو تجربه کار شخصیت لخوا افغان سولې دپاره کېدونکې هڅې به پائیلې ولري.

پخوانی سفیر رستم شاه مهمند وایي چې ټولو لویو هیوادونو افغانستان دپاره خپل ځانګړي استازي ټاکلي دی، پاکستان دا پرېکړه ډیر په ځنډ وکړه اؤ اسلام اباد کې دتګلارې کموت په ګوته کوي.

هغه زیاتوي دافغانستان اؤ پاکستان ترمننځ اړیکو کې دسوړوالي اغیزې په ګډ تجارت هم شوي دی‌اؤ وړاندې چې دواړو هیوادونو خپلو کې د درېوؤ اربو ډالرو کلیز تجارت کولو اوس دا ۴۰۰میلیونه ډالرو ته راټیټ شوی دی.

د رستم شاه مهمند په وینا اوس دا تشه هند ډکوي اؤ هغوئ افغانستان سره خپل تجارت ته وده ورکوي.

هغه دبین الافغاني خبرو زر پیل کیدو ته هم هیله مند دی خو وایي چې په دې عمل کې ځېنې خنډان هم شته ځکه چې طالبان غواړي دهغوئ نسکور کړل شوی دولت باید بیرته پرځائ کړل شي اؤ افغان دولت دریځ لري چې هغوئ اوس په موجوده پارلیمان اؤ سیاسي نظام کې ځانته ځائ جوړولی شي.

دافغانستان د ولسي جرګې پخواني وړومبي مرستیال ښاغلي میرویس یاسیني هم محمد دپاکستان لخوا دځانګړي استازي په توګه دمحمد صادق ټاکنه ستائیلې ده اؤ وي او ای ته یې ویلي چې هرکله یو لوري ته زلمي خلیلزاد اؤ بل لوري ته محمد صادق وي نو ددې به ګټورې نتیجې رامخې ته کیږي.

افغان خبریال جاوید همیم کاکړ وایي چې محمد صادق نه یوازې دافغانستان بیلابیلو سیاسي ګوندونو بلکې شمالي ائتلاف سره هم غوره اړېکې لري ځکه نو هغه په سیمه کې یو مهم رول ترسره کولی شي.

امریکا غږ سره خبرو کې هغه ویلي افغانستان کې دامن ټینګښت اوس دټولې سیمې ضرورت دی اؤ دې دپاره به دلته د ډیموکراسۍ ملاتړ کول اړین وي

XS
SM
MD
LG