لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي کوریا: که امریکا غواړي چې راتلونکې ټاکنې یې ارامې تېرې شي نو خوله دې بنده ساتي


واشنګټن: شمالي کوریا د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د کوریاو ترمنځ مسلو باندې د امریکا د تبصرې له امله په امریکا نیوکې کړي او ویلي یې دي که امریکا غواړي چې راتلونکې ولسمشرېزې ټاکنې یې ارامې تېرې شي نو له څه ویلو دې ډډه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی څرګند کړی او سپینې ماڼۍ هم په دې اړه دمګړۍ څه نه دي ویلي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د زیارت په ورځ د جنوبي کوریا ین هاپ خبري ادارې ته ویلي، چې امریکا له شمالي کوریا سره خبرو ته ژمنه پاتې ده او یوې داسې تګلارې ته هم تیاره ده چې په ترڅ کې یې یو متوازن تړون ته سره ورسېږو.

د شمالي‌ کوریا چارواکو ویلي، چې خپل پوځي ځواک ته به دوام ورکوي تر څو د امریکا لخوا د ګواښونو مقابله وکړای شي.

شمالي کوریا ویلي، که واشنګټن خپلو سختو سیاستونو ته دوام ورکړي نو د شمالي کوریا د رهبر کېم جان اون او د ولسمشر ټرمپ د شخصي اړیکو ساتل به دومره کار و نه کړي.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر رې سان ګوان په یو بیان کې ویلي، چې د امریکا له سیاستونو جوتېږي چې واشنګټن د شمالي کوریا حکومت او خلکو ته د یو اوږد مهال ګواښ په توګه پاتې دی.

د کېم او ټرمپ ترمنځ لومړۍ سرمشریزه د ۲۰۱۸ په جون کې په سینګاپور کې وشوه او بیا دوه ناکامه ناسته یې د ۲۰۱۹ په فیبرورۍ کې د ویتنام په پلازمېنه هنویې کې وه.

امریکا له شمالي کوریا څخه غواړي جې خپلې اټومي پروګرام دې په بشپړه توګه له منځه یوسي او شمالي کوریا د امریکا لخوا د بندیزونو د لېرې کولو غوښتنه کوي.‌

رې ویلي، د ټرمپ اداره داسې ښکاري چې یواځې په سیاسي ډګر کې د نمبرو ګټلو ته پام کوي په داسې حال کې چې غواړي شمالي کوریا تجرید او په مرۍ یې پښه کېښودل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG