لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا د جرمونو د نړیوالې محکمې پر چارواکو بندیزونه ولګول


واشنګټن: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د جرمونو د نړیوالې محکمې په چارواکو باندې له دې امله نوي سفري او د جایداد بندیزونه ولګول چې هڅه کوي د افغانستان په ۱۸ کلنه جګړه کې د امریکايي پوځیانو او استخباراتي کسانو د جنګي جرمونو په اړه پلټنې وکړي.‌

ټرمپ په هېګ کې د جرمونو د نړیوالې محکمې (انټرنېشنل کرېمنل کورټ) لخوا دغه ډول پلټنه د امریکا د ملي ‌امنیت او بهرني سیاست په وړاندې یو ستر او نا معمول ګواښ بللې.

د ټرمپ لخوا د نوي حکم له مخې به د آی سي سي یو نامعلوم شمېر چارواکي نشي کولای امریکا ته راشي او دا به هم نشي کولای چې په امریکا کې مالي او د جایدادونو لپاره پیسې ولېږدوي.

ټرمپ او د هغه لوړ پوړو چارواکو ټولو په دې ټینګار کړی چې امریکا د آي سي سي غړیتوب نه لري او له همدې امله به یوې نړیوالې ادارې ته اجازه ور نه کړي چې امریکايي پوځیان او استخباراتي کسان محاکمه کړي.

لوی سارنوال ویلیم بار په بهرنیو چارو وزارت کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دی امریکا دا اندېښنه لري چې د روسیې په څېر قدرتونه به هڅه وکړي د آی سي سي په پلټنو کې داسې مداخله وکړي چې ګواکې امریکایانو غلط څه کړي او په نړۍ کې به د امریکا دریځ ته زیان ورسوي.

آی سي سي د امریکایانو د جنګي جرمونو په اړه په ۲۰۱۷ کال کې پلټنې پیل کړي دي او ویلي یې دي چې تېره کال دوی له ۷۰۰ زیاتو قربانیانو څخه شکایتونه ترلاسه کړي دي.‌

XS
SM
MD
LG