د ملايشيا چارواکو ويلي د کرونا وبا له امله سږ کال خپل وګړي حج ته نه ليږي، له دې وړاندې انډونيشيا هم د خپلو وګړو حج ته نه لېږلو اعلان کړی ؤ.
د راپورونو ترمخه د ملايشيا د مذهبي چارو وزير ذوالکفل محمد الباقري ويلي د کرونا د خطر له امله یې دغه پرېکړه کړې ده.
هغه ويلي، هیله لري حج ته تلونکي کسان په دې پرېکړه صبر وکړي او دا فېصله ومني.
راپورونه وايي سږ کال د ملايشيا نه د ۳۰زرو پورې کسان د حج کولو دپاره ټاکل شوي وو چې سعودي عرب ته به د حج د مراسمو ادا کولو له ځي.
تېره اوونۍ د نړۍ غټ مسلمان ملک انډونيشیا اعلان کړی ؤ چې سږ کال به خپل وګړي حج ته نه ليږي.
د کرونا وبا له امله سعودي عرب د وړاندې نه په عمره بندېز لګولی دی.
راپورونه وايي سعودي عرب ته به سږ کال د نړۍ نه نزدې دوه نيم ملينه کسان د حج دپاره تلل.
د پاکستان د مذهبي چارو مرکزي وزير نور الحق قادري ويلي ؤ ټاکل شوې سعودي عرب به د وړوکي اختر نه يوه اوونۍ وروسته د حج کولو يا نه کولو پرېکړه کوي.
هغه ويلي ؤ په دغه لړ کې د سعودي عرب د چارواکو سره په تماس کې دي خو د سعودي عرب لخوا ورته د حج کولو يا نه کولو په اړه رسمي ځواب نه دی ويل شوی.