لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: د کرونا څخه د مړو شمېره ۲۵۵۱ او اغېزمنو شمېره يولک۳۲زره۴۰۵ شوه


په پاکستان کې د کرونا وايرس څخه نور ۸۸ کسان مړه شوي چې ورسره په ملک کې د دې وايرس نه د مړو ټوله شمېره ۲۵۵۱ ته رسېدلې ده.

په تېر شوا روز کې په ملک کې په نورو ۶۴۷۲ کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي دي.

په ملک کې د کرونا وايرس وهلو ټوله شمېره يو لک ۳۲ زره۴۰۵ ته سېوا شوې ده.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې د کرونا وايرس څخه ۵۰زره۵۶ کسان صحتمند شوي هم دي.

د پاکستان پنجاب صوبه بيا هم د کرونا څخه تر ټولو اغېزمنه صوبه ده.

په پنجاب کې تراوسه پورې د کرونا وايرس څخه ۵۰زره۸۷ اغېزمن شوي او ۹۳۸ ترې مړه شوي دي.

په سند کې د کرونا وايرس وهلو شمېره ۴۹زره۲۵۶ او د دې وايرس نه د مړه شوؤ شمېره ۷۹۳ ده.

په خېبرپښتونخوا کې د کرونا وايرس څخه تراوسه پورې ۶۴۲ کسان مړه شوي او ۱۶زره۴۱۵ اغېزمن شوي دي.

په بلوچستان د کرونا وايرس څخه ۸۰، اسلام اباد کې ۷۱، په ګلګت کې ۱۶ او ۱۱ په ازاد کشمیر کې مړه شوي دي.

د کرونا وايرس څخه تر ټولو زيات ۲۳زره۱۱۳ کسان په سند صوبه کې صحتمند شوي دي.

په پنجاب کې د دې وايرس څخه ۱۷زره۵۶۰ کسان او خېبرپښتونخوا کې څلور زره۷۲ ښه شوي دي.

XS
SM
MD
LG