لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلوچستان کې د راتلونکې میاشتې تر نیمايي یو لک پورې کسان په کرونا وایرس اخته کیدای شي،د روغتیا دڅانګې مشر


دبلوچستان ایالت د روغتیا دڅانګې مشر یا ډائریکټر جنرل ډاکټر سلیم ابړو وایي په دغه صوبه کې دکرونا وایرس په چټکتیا سره زیاتېدونکې شمیرې ښایي چې د راتلونکې میاشتې تر نیمایي پورې به بلوچستان کې تر یو لکو کسان په کرونا وایرس اخته شي.

دبلوچستان ایالت د روغتیا دڅانګې مشر یا ډائریکټر جنرل ډاکټر سلیم ابړو وایي په دغه صوبه کې دکرونا وایرس په چټکتیا سره زیاتېدونکې شمیرې ښایي چې د راتلونکې میاشتې تر نیمایي پورې به بلوچستان کې تر یو لکو کسان په کرونا وایرس اخته شي.

دخالي په ورځ کوټه کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې ښاغلي سلیم ابړو ویلي بلوچستان کې خلکو دکرونا نه ځان ژغورنې دپاره په سپارښتنو عمل ونه کړو اؤ له دې امله دا وایرس ډیر په چټکتیا سره خلکو کې خوریږي.

دجمعې په ورځ بلوچستان کې دکرونا وایرس ۱۹۳نوې پېښې رامخې ته شوې اؤ پینځه کسان په دې وایرس مړه شوي وؤ چې دې سره دغه ایالت کې دکرونا وایرس دثبت شوؤ پېښو شمیره ۷۸۶۶ته رسېدلې اؤ تر اوسه ۸۰ کسان په دې وایرس مړه شوي هم دي.

د روغتیا دڅانګې مشر وایي “مونږ دکرونا مخنیوي دپاره حکومت ته په فعالیتونو دبندیز وړاندیز کړی ؤ خو له بده مرغه د لاک ډاؤن په مهال اولس په سپارښتنو عملي ونه کړو اؤ ددغه وایرس دخوریدو لړۍ لا پسې چټک شوه”

هغه وایي دوه میاشتې دمخه چې یې د کرونا وایرس په اړه کومه اندوینه کړې وه هغه نن رښتیا کیږي اؤ په بلوچستان کې کرونا وایس په سیمه ییزه کچه ۹۰ فیصده خور شوی دی.

سلیم ابړو زیاته کړې ده چې د کرونا دپېښو سیوا کیدو سره سم صوبه کې ددې دټیسټ کولو توان سیوا کړل شوی دی خو بیا به هم اولس ته احتیاط کول ځکه چې هیڅ معلومه نه ده سبا څه راپېښېږي.

پاکستان کې دامهال دکرونا ثبت شوې شمیرې یو لاک،۳۲ زره اؤ ۴۰۵ته رسېدلي دي اؤ ۲۵۵۱کسان په دې وایرس مړه شوي هم دي

XS
SM
MD
LG