لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: په بجټ کې دفاع ته 1290 اربه روپۍ ځانګړې شوې چې تر تېر کال 11.8 فیصده زیاتې دي


واشنګټن ـــــ د پاکستان مرکزي حکومت د جمعې په ورځ‌ د راتلونکي مالي کال 2020-21 لپاره په ټاکلي 7.13 کربه روپیو بجټ کې د تعلیم او روغتیا لپاره پیسې نه دي زیاتې کړې، خو دفاعي بجټ یې زیات کړی او یواځې 1290 اربه روپۍ یې د دفاعي او امنیتي چارو لپاره ځانګړې کړې دي.

د صنعتونو مرکزي وزیر حماد اظهر په قومي اسمبلۍ کې د بجټ وړاندې کولو په مهال وویل چې د راتلونکي مالي کال لپاره یې په بجټ کې دفاع او د هېواد داخلي امنیت ته زیاته پاملرنه کړې ده.

ډان انګرېزي ورځپاڼې پخپل خبر کې لیکلي چې پوځ تېر کال په هېواد کې د اقتصادي ستونځو له کبله په خپل بجټ کې مهم زیاتوالی له پامه غورځولی وو او یواځې 4.74 فیصده زیاتوالی یې منلی وو، خو وایي د کال په پای کې یې د خپل بجټ لپاره د ځانګړې شوې برخې فیصدي 6.33 ته لوړه کړې وه.

د دفاع لپاره د راتلونکي کال په بجټ کې ځانګړې شوې پیسې د تېر مالي کال تر بجټ 11.8 فیصده زیاتې دي، تېر کال ورته 1150 اربه روپۍ ځانګړې شوې وې، خو په قومي اسمبلۍ کې د وړاندې شوي شمېر له مخې په دفاعي برخه کې 1230 اربه روپۍ لګېدلې وې.

د دفاعي چارو لپاره ټاکل شوې پیسې د راتلونکي مالي کال لپاره د پلان شوې ټولې خرڅې یا لګښت 17.68 فیصده برخه جوړوي، چې 7,294.9 اربه روپۍ دي، خو تېر کال دا برخه 14 فیصده وه او داسې ښکاري دا اوس یوه عادي خبره ګرځېدلې چې د دفاعي بجټ باید هر کال تر خپلې اصل اندازې زیات وي.

د سږ کال په بجټ کې د هېواد د مجموعي کورني پیداوار کچه 45643 اربه روپۍ اندازه شوې ده، چې په هغه کې 2.82 فیصده برخه د دفاعي چارو ده، خو د تېر کال په بجټ کې دا برخه 2.62 فیصده وه چې دا د پاکستان پر اقتصاد ډېر زیات بوج ګڼل کېږي.

د ډان ورځپاڼې د خبر له مخې د مجموعي کورني پیداوار د فیصدۍ له مخې د پاکستان د دفاعي چارو بجټ په سیمه کې تر چین، هندوستان او ایران هم زیات دی. د چین په بجټ کې د مجموعي کورني پیداوار دفاعي برخه 1.9 فیصده، د هند 2.4 فیصده او د ایران 2.3 فیصده ده.

په اوسني بجټ کې د دفاعي چارو لپاره اټکل شوې خرڅه او په مجموعي کورني پیداوار (جي ډي پي) کې د دفاعي چارو برخه د 2018-19 مالي کال لپاره د مسلم لیګ نواز ګوند د تېر حکومت په بجټ کې د هېواد له ټولو لګښتونو سره برابره ده، چې هغه د ټول بجټ 18.5 فیصده او د جي ډي پي 2.87 فیصده وه.

د ډان په خبر کې راغلي چې د دفاعي چارو لپاره د خرڅو کوم شمېر ورکړل شوی، هغه په اصل کې د ټولو دفاعي لګښتونو اصل اندازه نه وړاندې کوي، چې وایي په هغوی کې یو مهم ټکی د ریټایر شويو پوځیانو پینشن ترې ایستل دي. وایي حکومت به راتلونکی کال په دې برخه کې پوځ ته 369 اربه روپۍ ورکوي چې وایي دا تر تېر کال 12.8 فیصده زیات دی.

په دفاعي بجټ کې چې کومې خرڅې په راتلونکي مالي کال کې اټکل شوې دي، په هغوی کې غټه برخه د پوځ تر څارنې لاندې د حکومتي کارونو ده، په دغو کې دوې مهمې سېول یا حکومتي منصوبې له افغانستان او ایران سره پر پولې د اغزن تار لګول دي.

د دې تر څنګ په دفاعي برخه کې د ټرانسپورټ، پي او ایل، راشن، علاج او ټرېننګ لپاره 301 اربه روپۍ ځانګړې شوې دي، چې د تېر کال په نسبت 13.77 فیصده زیاتې دي، همدارنګه د طبعي آثاثو لپاره هم 357.7 اربه روپۍ بېلې کړل شوې دي، چې تر تېر کال 13.43 فیصده زیاتې دي او په دغو پیسو به لوکل وسله، مهمات او نور شیان اخیستل کېږي.

ټاکل شوې چې د سږ کال په بجټ کې د پاکستان پوځ ته 613 اربه روپۍ، هوایي ځواکونو ته 274 اربه روپۍ، سمندري ځواکونو ته 140 اربه او استخباراتي ادارې ای ایس ای ته 262 اربه روپۍ ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG