لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ډاکټر فاوچي: که اغېزمن ګامونه واخیستل شي د کرونا وایرس د دویمې څپې مخه نیول کېدای شي


واشنګټن ـــــ په داسې حال کې چې په امریکا کې له کرونا وایرسه د مړیو شمېر یو لک اوولس زره او د اغېزمن کسانو شمېر ۲۱ لکو ته رسېدلی، د امریکې د وبایي ناروغیو د مرکز مشر ډاکټر انتوني فاوچي وایي هیله دی چې په مناسب وخت کې د دې ناروغۍ وېکسین جوړ شي خو وایي دا ضمانت نه شته چې دا وېکسین به خوندي او اغېزمن وي:

"نه یواځې موډرنا بلکې له نورو کمپنیو سره هم موږ په همکارۍ بوخت یو او هیله من یم چې په مناسب وخت وېکسین جوړ شي، ځکه چې پر انسانانو او حیوانانو چې د دغو وېکسینو کومې تجربې شوې دي هغه ګټورې ثابتې شوې دي".

په وروستیو کې په امریکا کې د روانو احتجاجونو په مهال د امریکې د نېشنل ګارډ ځینو پوځیانو ته هم کرونا وایرس ور پورې شوی، دا چې آیا دغه ستر احتجاجونه خو به په امریکا کې د دې وبا د نورې خپرېدا سبب نه جوړېږي، ډاکټر فوچي وایي دا ډېر امکان لري ځکه چې وایي کله چې احتجاج کوونکي نعرې وهي نو دا د وایرس د خپرېدو زیات سبب جوړېږي:

"زه له څه موده همدا وایم چې د خلکو ګڼه ګوڼه خطر دی او بیا په ګڼه ګوڼه کې ماسک نه په مخ کول تر هغه لوی خطر دی، زما وړاندیز دا دی چې د ګڼې ګوڼې له ځایونو باید ډډه شي، خو که بیا هم تاسې ورځئ نو هر وخت ماسک باید په مخ کړئ".

ځینې ډاکټران وایي ماسک دې هغه خلک نه په مخ کوي چې کرونا وایرس نه وي ور پورې شوی او ځینې بیا د ځانګړو ماسکونو د اغوستلو سپارښتنه کوي، ډاکټر فاوچي د وي او اې له روسي څانګې سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې ماسک باید هر څوک واغوندي ځکه چې وایي دا که سل فیصده نه وي نو څه نه څه ضرور انسان له دې وبا ژغورلای شي:

"که یو چاته دا ناروغي ور پورې شوې وي او حتی هغه نخښې هم ونه لري، نو ماسک نور خلک له هغه څخه ژغورلای شي. د ساده کپړې ماسک هم سم دی، د جراحۍ [سرجیکل] ماسک هم سم دی، خو این-۹۵ ماسک ته اړتیا نه شته، هغه باید د روغتیايي کارکوونکو او ډاکټرانو لپاره وسپموو ځکه چې هغوی له زیات خطر سره مخ وي".

د امریکې په ځینو ښارونو کې ټولبند یا لاک ډاون نرم شوی خو په ځینو کې بیا تر مېموریل ډې وروسته کرونا وایرس د خپرېدو نوې څپه راغلې ده. ډاکټر فاوچي وایي په بېلابېلو ځایونو کې د دې وایرس بېلابېلې بڼې وي، وایي په کومو ځایونو کې چې دا وایرس په کمېدو دی هلته باید خلک بهر ته په وتلو کې ډېره خطر محسوس نه کړي. د سکولونو د پرانیستلو په اړه ډاکټر فاوچي وایي:

"ځینې ښارګوټي او سیمې شته چې که سکولونه یې پرانیستل شي پروا نه کوي، خو په ځینو ځایونو کې شاید لا خلک دې ته تیار نه وي، موږ غواړو یوه منځنۍ لا غوره شي، که څوک سکولونه پرانیستل غواړي نو وختونه دې یې بدل کړي، ځینې دې سهار او ځینې د ماښام له خوا زدکړې کوي".

ډاکټر فوچي وایي داسې نه شي ویلای چې د کرونا وایرس بله څپه به نرمه وي که تېزه خو وایي په راتلونکي مني [خزان] او ژمي کې به هم دا ناروغي خلکو ته ور پورې کېږي او دومره ژر نه شي ختمېدای.

"دا اوس په موږ پورې اړه لري چې څنګه کولای شو دغه نوې پېښې وپېژنو، ګوښه یې وساتو او درک یې معلوم کړو، که په اغېزمن ډول مو دا کار وکړ، نو د دویمې څپې مخه نیولای شو".

د روغتیا نړیوال سازمان په وروستیو کې ویلي وو، چې په کرونا وایرس اخته هغه کسان هم دا ناروغي نورو انسانانو ته ور لېږدولای شي چې نخښې یې نه لري. ډاکټر فاوچي دا خبره تاییدوي او وایي له 25 تر 30، 50 فیصده پورې هغه کسان دا ناروغي خپروي چې په بدن کې یې نخښې نه وي.

XS
SM
MD
LG