لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د بلوچستان په مسلم باغ کې یوه ښځه په تشدد وژل شوې، کورنۍ یې انصاف غواړي


واشنګټن ـــــ د بلوچستان د کلا سیف الله ضلعې په مسلم باغ سیمه کې یوه ښځه وژل شوې چې کورنۍ یې تور د هغې پر خاوند او لېوره لګوي، پولیسو د پېښې مقدمه درجه کړې او پر ټولنیزو رسنیو د دغې پېښې په کلکه غندنه شوې او د ذمه وارو کسانو د نیولو غوښتنه یې کړې ده.

وي او اې ډیوه ته په را رسېدلې ایف ای آر کاپۍ کې د وژل شوې ښځې نوم بي بي حاجره ښوول شوی چې وایي دیارلس کاله مخکې یې د "تلري محمدجان کلي" له محمد صادق سلطانزي سره واده شوی وو او له هغه یې پینځه اولادونه وو، چې څلور یې زامن او یوه یې لور وه. په ایف ای آر کې د وژل شوې ښځې ورور عزت الله سلطانزي ویلي:

"د جون پر 12مه ماښام زما اخښي محمد صادق په ټلیفون حال راکړ، چې ستا خور موږ [ما] او زما ورور انعام الحق و وژله مړی یې یوسئ، زه او زما د تره زامن محمد علي او عبدالولي په موټر کې تلري کلي ته ور روان شو، پولیس مو هم خبر کړل او هلته چې ورغلو زما د خور بي بي حاجرې مړی په وینو لړلی پروت وو".

پر پېښه د ټولنیزو رسنیو په غبرګون کې د ښځې په وژنه دویم تورن کس انعام الحق د عوامي نېشنل ګوند د زده کوونکو د سازمان پښتون سټوډنټس فېډرېشن د بلوچستان څانګې پخوانی مشر ګڼل کېږي. هڅه مو وکړه چې له هغه سره تماس ونیسو، پر ده او ورور یې د لګېدلو تورونو په اړه نظر وپوښتو خو بریالي نه شوو.

د وژل شوې ښځې عکسونه پر ټولنیزو رسنیو هم خپاره شوي، چې ټول بدن یې تغمې تغمې، پر پښو یې زخمونه او له ډېرو وهلو تک شین ښکاري. په ایف ای آر کې د هغې د ورور عزت الله له قوله پر مخ لیکل شوي:

"هلته موجودو ښځو راته وویل چې محمد صادق او د هغه ورور [ستا خور] وژلې ده، هلته پولیس هم را ورسېدل، مړی پولیسو د مسلم سېول هسپتال ته یووړ او وروسته یې د پوسټ مارټم لپاره کوټې ته وړم".

عزت الله غوښتنه کړې چې د خور په وژنه تور کسان دې یې ونیول شي او له دوی سره دې انصاف وشي. پولیسو په ایف ای آر کې د وژل شوې ښځې د ورور د بیان له مخې پر تورنو کسانو د قتل 302، د ښځې د سپکاوي 354 او په قتل کې تر یو تن د زیاتو کسانو د لاس لرلو دفعه 34مه لګولې دي.

په مسلم باغ کې د وژل شوې بي بي حاجرې د کورنۍ غړي پریس کانفرنس کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:32 0:00

د وژل شوې ښځې د کورنۍ څلورو کسانو پرون د جون پر 13مه د مسلم باغ په پریس کلب کې یوه خبري غونډه هم کړې چې ویډیو یې وي او اې ډیوه تر لاسه کړې ده. په دې ویډیو کې د عبدالله په نوم تن ځان د وژل شوې ښځې د تره زوی ګڼي او له چارواکو غوښتنه کوي، چې د تره د لور قاتلین دې یې ژر تر ژره ونیول شي او د قانون منګولو ته دې وسپارل شي:

"زه له وزیراعلی، د بلوچستان له چیف جسټس، چیف سیکرټري، د بلوچستان له ای جي پولیس او ای جي ایف سي په کلکه غوښتنه کوم چې د ملزمانو په نیولو کې له موږ سره مرسته وکړي او د انصاف د تقاضو په پوره کولو کې زموږ حوصلې لوړې شي".

عزت الله په ایف ای آر کې دعوه کړې چې اخښي یې له خور سره له ډېرې مودې بده رویه ساتله، هغه یې وهله ټکوله او نه یې دوی له هغې سره لیدو ته ور پرېښوول او نه یې خور د دوی کور ته پرېښووله.

پولیسو د جون د 14مې تر سهاره په پېښه کې د لاس لرونکو کسانو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي، خو پرون د مسلم باغ اسسټنټ کمیشنر منیر احمد خان دراني ځایي خبریالانو ته ویلي، چې د پولیسو او لېویزو په مرسته به ډېر ژر په پېښه کې ککړ کسان ونیسي او د قانون منګولو ته به یې وسپاري.

پر ټولنیزو رسنیو ټویټر او فېسبوک ګڼ شمېر عامو خلکو،‌ سیاسي فعالینو او د بشري حقونو مبارزینو دا پېښه په کلکه غندلې او له چارواکو یې په پېښه کې د لاس لرونکو کسانو د نیولو او د قانون منګولو ته د سپارلو غوښتنه کړې ده.

د بي بي حاجرې د وژنې په ضد درج شوی ایف ای آر.
د بي بي حاجرې د وژنې په ضد درج شوی ایف ای آر.

XS
SM
MD
LG