لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپاکستان دتیرو وختونو وتلې فلمي ستورې صبیحه خانم مړه شوه


په پاکستان کې د اردو فلمونو د تیرو وختونو یوه ښکلې اؤ ستره هنرمنده صبیحه خانم د ۸۵کالو په عمر امریکا کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړه شوې ده.

دصبیحه خانم نمسۍ سحرش خان پاکستاني رسنیو جیو ته دهغې د مړینې پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې صبیحه خانم د شوګر اؤ وینې دجګ فشار ترڅنګ یو شمیر ناروغۍ لرلې.

صبیحه خانم تر دوؤ لسیزو دپاکستان په فلم انډسټرۍ کې خپله نامه د وړومبي صف دهیروئنې یا اتلې په توګه ژوندۍ ساتلې وه اؤ دپاکستان حکومت هغې ته په غوره هنري خدمتونو د”حسن کاردګردګۍ” تمغه هم ورکړې وه.

دهغې خپل نوم مختار بېګم ؤ اؤ په ۱۶م اکتوبر کال ۱۹۳۵کې دپنجاب په ګجرات سیمه کې پیدا شوې وه.

پلار یې محمد علي ماهیا اؤ مور یې هم په تهیټر کې کار کولو .

صبیحه خانم په کال ۱۹۵۰ کې فلمونو ته راوتلې وه اؤ دهغې وړومبی فلم “بیلي” ؤ خو کله چې یې ۱۹۵۴ کې د “ګمنام “په نوم فلم جوړ کړو نو زیاته مشهوره شوه>

په کال ۱۹۵۶ کې هغې فلم “دوله بهټي” کې د نورا رول لوبولی ؤ چې هغه هم خلکو زیات خوښ کړی ؤ.

له هغې وروسته یې ګڼ کامیاب فلمونه جوړ کړل چې هغې صبیحه خانم په پاکستان ،هند اؤ د ایشیاء په نورو هیوادونو کې وځلوله.

دهغې په مشهورو فلمونو کې عشق لیلا،وعده حاتم اؤ شیخ چلي،تهذیب،انوکها،کنیز،مکهړا،دیور بهابهي،ایک ګناه اؤ سنګدل شامل وؤ .

د صبیحه خانم خاوند سنتوش کمار هم د اردو فلمونو یو وتلی ستوری ؤ اؤ دهغې زیاتره فلمونه د خپل میړه سره په ګډه جوړ کړي وؤ.

خو د سنتوش کمار سره واده یې په فلمي نړۍ کې له مشهوریدو وروسته کړی ؤ.

دتیرې ډیرې مودې راهسې صبیحه خانم دامریکې په ورجینیا ایالت اکې میشته وه اؤ دهغې لور وایي چې دعمر د زیاتوالي له امله هغه د وشوګر اؤ بلډپریشر ترڅنګ په یو شمیر نورو ناروغیو هم اخته وه

XS
SM
MD
LG