لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي سږکال دحج په منسوخولو سنجیده غور پیل کړی دی،ګلف نیوز


نړۍ کې دخور شوي کرونا وایرس له کبله دسعودي حکومت سږکال دحج په منسوخولو غور پیل کړی دی اؤ که چرې داسې وشي نو په کال ۱۹۳۲ کې دسعودي سلطنت دقیام راپدیخوا به دا وړومبی ځل وي چې حج به ونه شي.

د ګلف نیوز د رپورټ له مخې دسعودي عرب دحج اؤ عمرې اؤ لوړپوړي چارواکي(چې نوم یې نه دی ښودل شوی) برتانوي ورځپاڼې فنانشل ټائمز ته ویلي چې سعودي کې دکرونا وایرس دپېښو یو لک څخه د اوښتو نه وروسته دسعودي چارواکي سږکال دحج په منسوخولو غور کوي.

هغه ویلي چارواکي د وضعیت په ځېرکتیا سره ارزؤنه کوي اؤ په بیلابیلو اړخونو یې غور پیل کړی دی چې په دې اړوند به غوڅه پرېکړه د یوې اوونۍ دننه وکړل شي.

دکرونا وایرس له امله سعودي حکومت وړاندې نه د عمرې په کولو بندیز لګولی دی اؤ دنړۍ هیوادونه یې فعلاً دحج د تړونونو څخه منعې کړي دي.

په نړۍ کې دمسلمانانو د زیاتې ابادۍ لرونکي هیواد انډونیشیا اؤ ملائیشیا د وړاندې څخه سږکال دخپلو وګړو حج ته د نه لیږلو اعلان کړی دی اؤ دهند دحج کمیټې هم په تیرو ورځو کې ویلي وؤ چې سږکال دحج ادا کولو احتمال ډیر کم دی.

راپورونه وايي سعودي عرب ته به سږ کال د نړۍ نه نزدې دوه نيم ملينه کسان د حج دپاره تلل.

د پاکستان د مذهبي چارو مرکزي وزير نور الحق قادري ويلي ؤ ټاکل شوې سعودي عرب به د وړوکي اختر نه يوه اوونۍ وروسته د حج کولو يا نه کولو پرېکړه کوي.

هغه ويلي ؤ په دغه لړ کې د سعودي عرب د چارواکو سره په تماس کې دي خو د سعودي عرب لخوا ورته د حج کولو يا نه کولو په اړه رسمي ځواب نه دی ويل شوی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG