لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دیو شواروز دننه د کرونا وایروس ۶۸۲۵ نورې پېښې ثبت شوي


پاکستان کې دکرونا وایرس د خوریدو بهیر نور هم چټک شوی اؤ په تیر یو شواروز کې ددغه هیواد دننه دکرونا وایرس نورې ۶۸۲۵ پېښې ثبت شوي چې دې سره په دغه هیواد کې د کرونا د معلومو ناروغانو شمیره یو لک ۳۹زره اؤ ۲۳۰ؤ ته رسېدلې ده.

پاکستان کې په کرونا وایرس دڅار مرکز د شمیرو له مخې تر اوسه په پاکستان کې ددې وایرس دلاسه ۲۶۳۲ کسان مړه شوي هم دي.

صحت محکمې چارواکو ویلي دخالي په ورځ یوازې خیبر پښتونخوا صوبه کې دکرونا وایرس دلاسه ۱۹کسان مړه شوي چې ورسره دغه صوبه کې دکرونا دناروغانو دمړینې شمیره ۶۶۱ته لوړه شوې ده.

پاکستان کې دکرونا وایرس د خوریدو بهیر دمئ په میاشت کې وروسته له هغې زیات چټک شو چې حکومت په لاک ډاؤن کې نرمښت راوستلو اؤ خلکو ته یې دحفاظتي سپارښتنو سره دکاروبارونو اؤ فعالیتونو پیل کولو اجازه ورکړه.

حکومت مخالفه ګوندونه په حکومت تور لګوي چې لاک ډاؤن کې کرونا وایرس ته دسنجیده نه پاتې کیدو له امله دا وایرس په چټکتیا سره په ټول هیواد کې خوریږي خو حکومت بیا دا تورونه ردوي اؤ وایي خلک د وایرس نه د ځان ژغورنې په سپارښتنو عمل نه کوي ځکه دا وایروس په دومره لویه کچه خور شو.

دپاکستان په پنجاب ایالت کې تر دې مهاله د کرونا وایرس ۵۲۶۰۱،سندهـ کې ۵۱۵۱۸،خیبر پښتونخوا کې ۱۷۴۵۰،بلوچستان کې ۸۰۲۸،اسلام اباد کې ۷۹۳۴،ګلګت بلتستان کې ۱۰۹۵ اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې ۶۰۴ پېښې ثبت شوي دي

دپاکستان وزیراعظم عمران اوړمه ورځ اندېښنه ښودلې وه چې د جولایي دمیاشتې تر وروستیو دکرونا پېښې داندېښنو تر حده سیوا کیدای شي.

هغه په اولس غږ کړی چې دهیواد معیشت دبشپړ لاک ډاؤن توان نه لري نو ځکه اولس دې پخپله احتیاطي تدابیر خپل کړي اؤ دحکومت اؤ روغتیا د محکمې لخوا په شوؤ سپارښتنو دې سختۍ سره عمل وکړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG