لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دخېبر پښتونخوا اسمبلۍ اسپېکر اؤ درې غړي په کرونا وایرس اخته شوي


دخیبر پښتونخوا اسمبلۍ د اسپېکر مشتاق غني په ګډون د اسمبلۍ څلور غړي په کرونا وایرس اخته شوي چې یوه پکې ښځینه غړې هم شامله ده

دخالي په ورځ دخیبر پښتونخوا اسمبلۍ اسپیکر مشتاق غني په ټوئټر لیکلي وؤ چې هغه ،یوه لور اؤ زوم یې په کرونا وایرس اخته شوي اؤ خلک دې دهغوئ د روغې څټې دپاره دعاګانې وکړي.

خو داتوار په ورځ پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې داسمبلۍ نور درې غړي ډاکټره سمیرا شمس چې د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف سره تړاؤ لري،مانسهرې نه داسمبلۍ غړی بابرسیلم سواتی اؤ تور غر نه لايق محمد خان هم په کرونا وایرس اخته شوي دي.

د روانې میاشتې په دریمه نېټه دنوښار نه دپاکستان تحریک انصاف دصوبایي اسمبلۍ غړی اؤ پخوانی صوبایي وزیر میا جمشید الدین کاکاخیل هم په کرونا وایرس مړ شوی ؤ .

ددې ترڅنګ د صوبایي اسمبلۍ نور اته غړي مدیحه نثار،کامران بنګش،ډاکټر امجدعلي،بهادر خان،ضیاء الله بنګش،شفیق اپریدی اؤ عنایت الله هم بیلابیلو وختونو کې په کرونا وایرس اخته شوي وؤ خو اوس له دې ناروغۍ بیرته روغ شوي دي.

پاکستان کې ګڼ شمیر سیاستدانان دا مهال په کرونا ناروغۍ اخته دي چې هغې کې قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو مشر میا شهباز شریف، دوه پخواني وزیراعظمان یوسف رضا ګیلاني اؤ شاهد خاقان عباسي،

د ریلوی مرکزي وزیر شیخ رشید احمد ،دقامي اسمبلۍ پخوانی اسپیکر ایاز صادق اؤ نور شامل دي.

هم دا شان مطبوعات وایي چې دمرکزي وزیر شیخ رشید طبعیت زیات ناسازه شوی اؤ هغه اوس د علاج دپاره د کوره روغتون ته وړل شوی دی.

روانه میاشت د کرم ضلعې څخه دجمعیت علماء اسلام د قامي اسمبلۍ یو غړی منیر اورکزی هم په کرونا وایرس مړ شوی ؤ‌

XS
SM
MD
LG