لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د کرونا وایرس څخه نور ۹۷ کسان مړه شوي، د مړو ټولو شمېره ۲۷۲۹ ته رسېدلې


په پاکستان کې په تېر شوا روز کې د کرونا وايرس څخه نور ۷۹ کسان مړه شوي چې ورسره په ملک کې د دې وایرس نه د مړو ټوله شمېره ۲۷۲۹ ته رسېدلې ده.

په ملک کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په نورو ۵۲۴۸ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

په پاکستان کې د کرونا وهلو ټولو اغېزمنو شمېره يو لک ۴۴زره ۴۷۸ ته ورسېده.

د پاکستان پنجاب صوبه بيا هم د کرونا څخه تر ټولو اغېزمنه صوبه ده او په دغه صوبه کې د کرونا څخه د ټولو نه زيات کسان مړه شوي دي.

په پنجاب کې تراوسه پورې د کرونا وايرس څخه ۱۰۳۱ کسان مړه شوي او ۵۴زره۱۳۸ ترې اغېزمن شوي دي.

په سند کې د کرونا وايرس وهلو شمېره ۵۳زره۸۰۵ او د دې وايرس نه د مړه شوؤ شمېره ۸۳۱ ته سېوا شوې ده.

په خېبرپښتونخوا کې د کرونا وايرس څخه تراوسه پورې ۶۷۵ کسان مړه شوي او ۱۸زره۱۳ اغېزمن شوي دي.

په بلوچستان د کرونا وايرس څخه ۸۵، اسلام اباد کې ۷۸، په ګلګت کې ۱۶ او ۱۳ په ازاد کشمیر کې مړه شوي دي.

په پاکستان کې سرکاري شمېرې ښايي تراوسه پورې ۵۳زره۷۲۱ کسان ښه شوي هم دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG