لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په پاکستان کې د کرونا وايرس پېښې په جولایۍ کې د ۱۲ لکه پورې رسېدی شي، اسد عمر


د پاکستان يو مرکزي وزیر اسد عمر ویلي، په راتلونکو دوه اوونيو کې به په ملک کې د کرونا وايرس پېښې دوه هومره سېوا شي او د راتلونکې جولايي د میاشتې د اخرې د ۱۲ لکه پورې رسېدی شي.

په پاکستان کې په تېر شوا روز کې د کرونا وايرس څخه نور ۷۹ کسان مړه شوي چې ورسره په ملک کې د دې وایرس نه د مړو ټوله شمېره ۲۷۲۹ ته رسېدلې ده.

په ملک کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په نورو ۵۲۴۸ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی او دا وخت په ملک کې د کرونا وهلو ټولو اغېزمنو شمېره يو لک ۴۴زره ۴۷۸ ته رسېدلې ده.

د پلاننګ او پرمختيا وزير اسد عمر ویلي، د کرونا وايرس د روانو پېښو په حساب د روانې میاشتې جون د اخرې پورې په ملک کې د کرونا وهونکو شمېره درې لکه ته رسېدی شي او د جولايۍ د اخرې پورې دا شمېره د ۱۲ لکو پورې سېوا کېدی شي.

هغه ويلي دا ښه خبره ده چې د مرضونو مخنيوي زمونږ په خپلو لاسو کې دی او کولی شو چې د مرضونو خورېدل د حکومت د لارښوونې په رڼا کې قابو کړو.

په پاکستان کې د کرونا وايرس پېښې په داسې حال کې سېوا شوي چې حکومت په لاک ډاؤن کې نرمي کړې او زياتره کاروبارونو ته يې د لارښوونې سره د پرانستو اجازه ورکړې ده.

په ۳۰م مې حکومت ماسک اچول ضروري کړي چې په دفترونو، کارخانو، مارکیټونو او د ګڼې په ځایونو کې دې ماسک واچول شي.

هغه ويلي د څيړنو ترمخه ماسک اچول د کرونا وايرس مخنيوي د نيمې پورې قابو کولی شي.

اسد عمر زياته کړې چې په ملک کې بشپړ لاک ډاؤن يا ټول بندیز ممکن نه ؤ ځکه دوی د سمارټ لاک ډاؤن پرېکړه کړې ده.

په پاکستان کې د کرونا وايرس قابو کولو دپاره په کړي لاک ډاؤن کې سکولونه بند کړي، بازارونه يې تړلي، د صوبو او ښارونو ترمنځ د سورلو په ګاډو بندېز لګول شوی، دفترې تړل شوې او د نورو ملکونو سره د هوا او ځمکې د لارې تګ راتګ هم بند کړی شوی ؤ.

خو يواځې د سکولونو بند ساتلو پرته په نورو ټولو بندېزونو کې نرمي شوې او حکومت د هر ځای په حساب لارښوونه کړې چې خلک دې د کرونا وایرس څخه د ځان او نورو بچ کولو په موخه احتياطي ګامونه پورته کړي.

خو د حکومت لخوا په لاک ډاؤن کې په نرمۍ کولو په ځانګړي ډول ډاکټرانو نيوکې کړي چې اوس داسې حال جوړ شوی چې په روغتونونو د کرونا وايرس وهلو دپاره جوړ شوي وارډونه ډک شوي او که حکومت سختي او خلک احتیاط ونه کړي دا وبا به دومره ډېره خوره شي چې د قابو کولو به نه وي.

XS
SM
MD
LG