لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دزیږیدنې په روغتون دبرید له امله دبې پولې ډاکټرانو سازمان کابل کې خپله څانګه وتړله


افغانستان کې دانساني خواخوږې په اساس په روغتیایي خدمتونو بوخت دبې پولې ډاکټرانو نړیوال سازمان پلازمینه کابل کې د ماشومانو د زیږون خپله هغه څانګه تړلې ده چې تیره میاشت پرې ترهګرو برید کړی ؤ.

د دوشنبې په ورځ د بې پولې ډاکټرانو سازمان پخپل یو بیان کې دکابل څانګې دتړلو داعلان ترڅنګ ویلي په ۱۲م مئ د دشت برچي په روغتون د شوي خونړي برید پړه هیچا پغاړه نه ده اخستې اؤ نه ده معلومه شوې ده چې برید ګر څوک وؤ اؤ د څه مقصد دپاره یې دغه روغتون په نخښه کړی ؤ؟

دبیان ترمخه دماشومانو د زیږون په دغه روغتون شوي برید کې ۱۶میرمنې په یو نظم اؤ ترتیب سره وژل شوې وې اؤ دغه برید کې د بې پولې ډاکټرانو د سازمان سره کارکوونکې یوه نرسه، دووه ماشومان اؤ شپږ نور کسان هم وژل شوي وؤ .

بیان کې راغلي چې د بې پولې ډاکټرانو سازمان یاد روغتون کې د کال ۲۰۱۴م راهسې د ماشومانو د زیږون خونه فعاله کړې وه اؤ دغلته یې خلکو ته ویړیا روغتیایي خدمات ورکول .

سازمان اندېښنه ښودلې چې راتلونکي کې هم دهغوئ په مامورینو اؤ ناروغانو دغه رقم بریدونه کیدای شي.

دسازمان مشر تهیري ایلا فورټ ډوورجر ویلي د روغتون مامورین په دې خبره پوهه وؤ چې دشت برچي کې دهغوئ موجودیت دخطر څخه خالي نه دی خو داخبره دچا په وهم اؤ ګمان کې هم نه راتله چې ګنې څوک به دماشومانو زیږونکو اؤ حامله میرمنو دکمزورۍ اؤ بۍ وسۍ څخه په استفاده هغوئ اؤ دهغوئ واړه بچي ووژني.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان وایي چې دغه برید کې پینځه داسې میرمنې هم وژل شوي چې په څو دقیقو یا زیات نه زیات څو ساعتونو کې یې ماشومان زیږیدونکي وؤ .

سازمان غوښتنه کړې ده چې ددې خونړي برید باید پلټنې وشي اؤ دې کې ککړ خلک دې د انصاف محکمې ته راکش کړل شي.

دبیان ترمخه افغان چارواکو ژمنه کړې وه چې ددې برید به بشپړ پلټنې کوي خو دهغه وخت نه تر اوسه یې بیا د پلټنو په اړوند یو ټکی هم له خولې نه دی ویستی.

افغان دولت له دغه برید سمدستي وروسته ددې پړه په طالبانو اچولې وه خو طالبانو دبرید غندنه کړې وه اؤ دپړې قبلولو نه په انکار کولو یې یاد برید کې دداعش لاس لرنې ته اشاره کړې وه

امریکا هم ددې برید ذمه وار داعش ګرځولی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې دداعش وسله واله ډله دطالبانو اؤ نورو ډلو ترمنځ د دوؤ لسیزو راهسې د روانې شخړې دسوله ییز هواري دپاره دامریکایي هڅو په ضد ده.

د بې پولې ډاکټرانو د سازمان ترمخه د دشت برچي روغتون کې دهغوئ د ماشومانو د زیږون څانګې د یو میلیون نفرو ته ویړیا روغتیایي خدمات ورکول .

دغه سازمان وایي چې تیرو ۱۶ کلونو کې یې افغانستان کې د روانو روغتیایي خدمتونو په مهال دمامورینو ترڅنګ اویا کسان وژل شوي دی

XS
SM
MD
LG