لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: افغانستان پرله پسې پر پینځم کال هم د ماشومانو لپاره مرګونی هېواد وو


واشنګټن ـــــ ملګرو ملتونو په خپل وروستي رپوټ کې ویلي چې افغانستان پرله پسې په پینځم کال هم د جګړو له کبله د ماشومانو لپاره په نړۍ کې تر ټولو خطرناک او مرګونی هېواد ثابت شوی دی.

ملګرو ملتونو په خپل کالني رپوټ "ماشومانو په وسلواله جګړه کې" ویلي چې په تېر 2019م کال کې 3,000 زره افغان ماشومان د مځکنۍ جګړې، بمي چاودنو او ځانمرګو بریدونو په مهال وژل شوي او په همدې اندازه نور ټپیان شوي او معیوب شوي دي.

رپوټ وایي چې په دې کې تر 1,200 زیات ماشومان د طالبانو په بریدونو کې او تقریباً 1000 ماشومان د حکومتي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي چې په هغوی کې افغان ملي اردو، ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه شامل دي.

افغان حکومت او طالبانو لا تر اوسه د دې رپوټ په اړه څه نه دي ویلي خو طالبانو پخوا تل داسې رپوټ رد کړي او دعوه کوي چې دوی هیڅکله هم پخپلو بریدونو کې عام خلک نه په نخښه کوي.

د جګړې له کبله د اغېزمنو ماشومانو په برخه کې د ملګرو ملتونو د مشر ځانګړې استازې ویرجینیا ګېمبل په دې کالني رپوټ کې ویلي، تېر کال په افغانستان کې د ټاکنو په مهال د تاوتریخوالي له کبله ماشومان زیات اغېزمن شوي‌ وو:

"سره له دې چې اوس هم افغانستان د ماشومانو لپاره په نړۍ کې له خطره ډک هېواد دی، خو د 2018م کال په نسبت پکې د حکومتي او نړیوالو ځواکونو د هڅو له کبله د ماشومانو د وژنو او ټپي کېدو پېښې کمې شوې دي".

د ملګرو ملتونو دا رپوټ په داسې وخت کې خپور شوی چې په تېره مې میاشت کې د کابل په دشتي برچي سیمه کې په یوه روغتون کې د برید په نتیجه کې 25 تنه وژل شوي وو، چې نوي زېږېدلي ماشومان او د هغوی میندې هم پکې شاملې وې.

مېرمن ویرجینیا ګېمبا وایي اوس چې د افغان سولې لپاره هڅې روانې دي او تر مخکې نسبتاً یو څه ارامي ده نو وایي دا باور لري چې دا به د ماشومانو د مرګ ژوبلې پېښې نورې هم کمې کړي.

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې په افغانستان پسې جګړه ځپلي هېوادونه شام او یمن د ماشومانو لپاره خطرناک بلل شوي دي.

د بشري حقونو د څار نړیواله اداره وایي چې په تېر 2019م کال کې په شام کې 1454 ماشومان د جګړې په مهال وژل شوي یا ټپیان شوي‌ دي. ایچ آر ډبلیو وایي:

"که څه هم د ملګرو ملتونو د مشر په فهرست کې د دوی د وژنو ذمه واري یواځې پر شامي حکومتي ځواکونو او حکومت ضد ډلو ور اچولې، خو روسي ځواکونه یې هېر دي چې له 2015م کال راهیسې د شام په جګړه کې ښکېل دي".

په یمن کې- چې په نړۍ کې د بشري بحران تر ټولو لوی ځای ګڼل کېږي- تر 1400 زیات ماشومان په مځکنۍ جګړه یا په هوایي بریدونو کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي، د دې تر څنګ د ماشومانو پر سکولونو هم 20 بریدونه شوي دي.

د بشري حقونو د څار د نړیوالې ادارې د ملګرو ملتونو په رپوټ کې د دغو بریدونو په ذمه وارو اړخونو کې د سعودي د اتحادي ځواکونو نوم نه اچول د افسوس وړ خبره بللې او ویلي یې دي چې د یمن په جګړو کې د 313 ماشومانو د وژنې پړه پر هوثي یاغیانو او د 222 ماشومانو د وژنې پړه د سعودي په مشرۍ پر اتحادي پوځ ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG