لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډبلیو اچ او: د کورونا خطر په هېڅ ځای کې صفر نه دی


واشنګټن: د روغتیا نړیواله اداره (ډبلیو اچ او) وايي، داسې کوم ځای نشته چې د کورونا خطر پکې صفر وي.

د ډبلیو اچ او د بیړنیو حالاتو د پروګرام مشر ډاکټر مایکل راین دغه خبره د ګل یا دوشنبی په ورځ په جنیوا کې د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وروسته له هاغې وکړه چې ګڼو اروپايي هېوادونو د اروپايي سیلانیانو پر مخ خپلې پولې پرانېستلې.

راین وویل، "راځۍ چې په یاد ولورو داسې هېڅ کوم ځای نشته چې د کورونا له ګواښ سره مخامخ نه وي خو مونږ باید دغه ګواښونه ډېر کم کړو تر څو اغېز یې کم وي."

د ډبلیو اچ او مشر تېدروس ګبریاسس خبرداری ورکړ چې په هغو هېوادونو کې چې د کورونا وبا پکې کمه شوې ښکاري ښايي یو ځل بیا دغه ناروغۍ سر پورته کړي.

هغه وویل، "تېره اونۍ چین په پېکنګ کې د کورونا د نویو پېښو خبر ورکړ، په داسې حال کې چې په تېرو ۵۰ ورځو کې پکې د کورونا کومه نوې پېښه نه وه خو اوس پکې تر سلو زیاتې پېښې تایید شوي دي او د خپرېدو د سرچینې په اړه پکې پلټنې روانې دي.

په چین کې د کوېډ ۱۹ لومړنۍ پېښې د ډیسمبر په وروستیو کې رپوټ شوې وې کله چې ډاکټرانو د نمونیا په څېر ناروغیو باندې بحث پیل کړی وو.

تېدروس وویل، په تېرو دوو اونیو کې هر ورځ په نړۍ کې د کورونا تر یو لکو زیاتې نوې پېښې رپوټ کېږي او هغه هېوادونه چې د کورونا خپرېدل یې درولي دي، باید د کورونا ممکنه بیا خپرېدو ته بیداره اوسي.

هغه وویل، دا مهال د کورونا زیاتره نوې پېښې په امریکا او جنوبي اسیا کې دي.‌

پوهان وايي، د جنوبي اسیا د هېوادونو له ډلې څخه په پاکستان کې ښايي ددې میاشتې تر پایه پورې د کورونا د پېښو شمېر دوه چنده زیاته شي کچېرې خلک پکې همداسې د ټولنیز واټن ساتلو مسله له پامه وغورځوي.

وروستۍ شمېرې ښيي چې په پاکستان کې نېږدې یو نیم لک کسان په کورونا اخته او له ۲۸۰۰ زیات کسان پرې مړه شوي دي.‌

د ګل یا دوشنبې په ورځ پکې چارواکو خبرداری ورکړ چې په جولای کې په پاکستان کې د کورونا ناروغانو شمېر له ۱.۲ میلیونو څخه زیات شي.

په پاکستان کې د سختو اقتصادي ستونزو له امله د مې د میاشتې په نهمه نېټه لاک ډاون لېرې کړای شوی وو او تر هغې راوروسته اوس په هرو پنځو کسانو کې چې معاینه شوي یو تن پکې په کورونا اخته دی. دا شمېر له لاک ډاون څخه مخکې په هغو لسو کې یو تن وو.

په پاکستان کې د پلان او پراختیا وزیر اسد عمر چې د کوېډ ۱۹ د چارو مشري هم کوي ویلي، چې باید د کورونا په اړه زمونږ په چلند کې بدلون راشي.

دی وايي، زیاتره پاکستانیان حتی د مخنیوي تر ټولو اسانه لاره چې د ماسکونو کارول دی هم له پامه غورځولي.‌

خو ځینې پاکستاني چارواکي وايي، اقتصاد به صفر شي که خلک ټول هغه وکړي چې ډاکټران یې سپارښتنه کوي.

په ورته وخت کې په میلیونونو اروپایان بېرته راستورانټونو او سمندر غاړو یا بېچونو ته راوتلي دي ځکه په دغې لویه وچه کې د دوی ترمنځ پر پولو تګ راتګ پرانېستل شوی دی.‌

خو اروپا ته د امریکایانو او اسیایانو په ورتګ باندې لږ تر لږه یوه میاشت نور هم بندیز لګېدلی.

د اسپانیې لومړي‌وزیر پېدرو سېنچېز ویلي، "مونږ وبا کنټرول کړې ده او زمونږ د پولو پرانېستل بیا هم یو سخت وخت دی ځکه ګواښ لا تر اوسه شته دی په دې معنی چې دغه وایرس تر اوسه موجود دی."

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون په پارېس کې د رسټورانټونو پرانېستل ولمانځل او وویل چې اوس وخت رسېدلی چې خلک له خپلې ازادۍ خوند واخلي خو دا معنې هم نه لري چې وایرس ورک شوی او مونږ خپل ټول وقایوي کارونه پرېږدو.

هغه وویل، د ۲۰۲۰ کال اوړی به د پخوانیواوړو په څېر نه وي.‌

یونان ته رسېدونکي مسافر به نور د کورونا لپاره نه معاینه کېږي خو برتانیې ته ورتلونکي کسان باید ۱۴ ورځې ځانونه قرنطین کړي او له ګڼو هېوادونو سره یې تر اوسه هم پولې تړلې دي.

په امریکا کې د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز ( سي ډي سي) په یو راپور کې ویلي، په هغو کسانو کې د کوېډ ۱۹ له امله د مړینې کچه چې نورې دایمې ناروغۍ ولري ۱۲ چنده زیاته ده.‌

راپور وايي، هغه کسان چې د زړه، شکرې او سږو ناروغۍ ولري ورته خطر زیات دی.

د شېکاګو پوهنتون په یوې سروې کې راغلي دي چې ۱۱سلنه تور پوستو امریکایانو ورته ویلي، چې د کورنۍ غړی یا یو ملګری یې د کورونا له امله مړ شوی په داسې حال کې چې په سپین پوستو کې دغه فیصدي څلور وه.

په ګرده نړۍ کې په کورونا باندې د اخته کسانو شمېر له ۸۱ لکو څخه زیات شوی او کابو ۴۴۰۰۰ پرې مړه شوي‌ دي. په امریکا کې پرې د مړو شمېر له ۱۱۸۰۰۰ څخه زیات شوی او تر نږدې ۲۲ لکه پرې اخته شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG