لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب به ژر پرېکړه وکړي چې سږ به حج وي که نه


واشنګټن ـــــ د ګڼ شمېر اسلامي هېوادونو له خوا پر سعودي عرب پرله پسې فشار زیاتېږي چې وایي پرېکړه دې وکړي سږ کال به حج وي که نه او سعودي چارواکي وایي‌ چې په دې اړه به ژر اعلان وکړي.

په نړۍ کې د مسلمانانو د لویې ابادۍ هېواد انډونېشیا د جون په ۲مه اعلان کړی چې د سږ کال په حج کې به برخه نه اخلي ځکه چې وایي سعودي د حج په اعلانونو کې له ناکامۍ سره مخ دی.

د دې تر څنګ ملایشیا، سینګاپور، سینیګال او برونای هېوادونو هم پرېکړه کړې چې د کرونا وایرس له کبله سږ حج ته خپل خلک نه لېږي.

د پاکستان د مذهبي چارو مرکزي وزیر نور الحق قادري وایي، حکومت به یې د سعودي تر اعلان وروسته پرېکړه کوي، چې خپل خلک حج ته لېږي که نه.

سعودي د حج د پرېکړې په اړه په داسې حال کې زړه نه زړه دی چې په دې هېواد کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر یو لک 36 زره 315 تنو ته رسېدلی او تر اوسه تنه ترې مړه شوي دي، خو د روانې میاشتې له پیل راهیسې سعودي چارواکو په هېواد کې ټولبند (لاک ډاون) یو څه نرم کړی دی.

ټاکل شوې وه چې سږ کال هم د نورو کلونو په څېر شل لکه مسلمانانو له اسلامي هېوادونو او د نړۍ له نورو هېوادونو برخه اخیستې وای.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG