لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ټرمپ د پولیسو د اصلاحاتو صدارتي فرمان لاسلیک کړ


واشنګټن: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د نهې یا سې شنبې په ورځ هغه صدارتي فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې د پولیسو په برخه کې ځینې اصلاحات رامنځ ته کېږي.‌

ددغه صدارتي فرمان له مخې به د پولیسو ادارې وهڅول شي چې خپلو ټولنو ته د خدمت پر مهال لوړ مسلکي معیارونه وښيي.

ټرمپ د سپینې ماڼۍ په روز ګارډن کې وویل، "مونږ باید حساب ورکول ښه کړو، روڼوالی یا شفافیت زیات کړو او د پولیسو د روزنې، ګمارنې او له ټولنې سره د چال چلند په برخه کې پر هغوی زیاته پانګونه وکړو.

د سپینې ماڼۍ په بیان کې راغلي دي، چې له دغه تاریخي صدارتي فرمان سره به په هېواد کې د پولیسو ادارې ټولې اړینې سرچینې ترلاسه کړي او په غوره ډول خپلې ټولنې وژغوري.

دغه ډول د هغو پولیسو قانوني او عدلي تعقیب به هم کېږي څوک چې د خپلو زور په کارولو سره کومه جرمي تېروتنه وکړي.‌

په بیان کې وړاندې راغلي دي، په دغه صدارتي پروګرام کې پولیسو ته د روزنې او د هغوی د زهني ناروغۍ، روږدې کېدو او بې کورۍ په برخه کې هم له هغوی سره مرسته کېږي.

ددې ترڅنګ په کانګرس کې د هېواد د پولیسي سیستم کې د نورو سترو بدلونونو په اړه غور کېږي.

د سېنټ قضايي کمېټه به د نهې یا سۍ شنبې په ورځ د پولیسو او د ملکي حقونو له چارواکو څخه هم اورېدنه ولري.

د سېنېټ ریپلېکنز اکثریت په داسې یو وړاندیز (پروپوزل) غور کوي په کوم کې به چې له ستوني ( مرۍ) څخه د خلکو نیولو او د پولیسو په بدن د زیاتو کامرو کارولو باندې بندیز ولګول شي.

د سېنټ د اکثریت مشر مېچ مکانل دغه قانوني مسوده د پولیسو د اصلاحاتو په برخه کې یو جدي پروپوزل ګڼلی.

خو په سېنټ کې د لږکیو مشر چک شومر وویل، د ریپبلېکنز هڅې کافي نه دي او اوس وخت ددې دی چې د سترو او مهمو بدلونونو غوښتنه وشي.

همدا ډول د استازو جرګه (هاوس اف ریپرېزینټیټیو) به هم په روانه میاشت کې په یوې داسې مسوې باندې رایه ورکړي چې له مخې به یېۍ دا اسانه وي چې د پولیسو په وړاندې ملکي قانوني کېس فایل کړای شي کچېرې یې د کوم چا له حق څخه تېری کړی وي.

XS
SM
MD
LG