لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې دیو شواروز په مهال نور ۱۳۶کسان په کرونا وایرس مړه شوي دي


دپاکستان بیلابیلو سیمو کې د کرونا وایرس وباء په چټکتیا سره خوریږي اؤ‌ په تیر یو شواروز کې په دې وایرس نور ۱۳۶کسان مړه شوي دي چې دې سره دمړینو شمیره ۲۹۷۵ؤ ته رسېدلې ده.

دپاکستان د کنټرول اؤ عملیاتو دملي مرکز دشمیرو له مخې د تیر یو شواروز په مهال د ګرډ هیواد څخه د کرونا وایرس ۵۸۳۹ پېښې مخې ته راغلي دي.

دغه مرکز وایي دا مهال‌ په هیواد کې د کرونا دثبت شوؤ پېښو شمیره یولک،۵۴ زره اؤ ۷۶۰ؤ ته رسېدلې ده اؤ ۵۸زره اؤ ۴۲۷ناروغان له دې ناروغۍ بیرته جوړ شوي دي.

دکرونا وایرس تر ټولو زیاتې پېښې په پنجاب صوبه کې ثبت شوي دي چې شمیره یې ۵۸زره ۲۳۹ ده اؤ په سندهـ ایالت کې بیا ۵۷زره ۸۶۸ پېښې مخې ته راغلي دي.

په خیبر پښتونخوا صوبه کې دکرونا وایرس ۱۹زره اؤ۱۰۷،بلوچستان کې اته زره اؤ۴۳۷،اسلام اباد کې نهه زره ۲۴۲،ګلګت بلتستان کې ۱۱۶۴اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر ۷۰۳ پېښې ثبت شوي دي.

دصحت محکمې چارواکي وایي د تیر یو شواروز په مهال خیبر خیبر پښتونخوا صوبه کې هم ۶۳۵ نور تنان په کرونا اخته شوي چې ورسره دغلته د اغیزمنو شمیره ۱۹۱۰۷ ته شوې ده.

دنهې په ورځ د نورو ۲۴ تنانو په مړینه خیبر پښتونخوا کې د کرونا نه د مړو شوو کسانو شمیره ۷۳۱ ته رسېدلې ده

دکرونا وایرس په چټکتیا سره له خوریدو وروسته د صوبې ایبټ آباد، چترال، ملاکنډ، سوات، مردان او د پیښور ځینو زیاتو اغیزمنو سیمو کې ټول بند شروع شوی دی او د ریلیف او آباد کارۍ اسسټنټ ډایرکټر لطیف الرحمان ډیوه ته ویلي د تړل شوو علاقو څارنه ځایي انتظامیه او پولیس کوي.

هغه وایي دغلته نه څوک بهر نشي راوتلی خو د بنیادي ضروروتو دشیانو دوکانونه پرانستي دي. وایي اغیزمنې علاقې به تر څوارلسو ورځو پورې تړلې وي. او بیا به یې جاج اخستی شي

دپاکستان دکنټرول اؤ عملیاتو مرکز دنهې په ورځ دهیواد شل ستر ښارونه دکرونا وایرس دخوریدو ستر ښارونه معرفي کړي دي اؤ دهغې په بشپړ ډول د تړلو پرېکړه یې کړې ده .

په دغو ښارونو کې پېښور،مردان،سوات،ملاکنډ،کوټه،لاهور،کراچۍ،پینډۍ،اسلام اباد،فیصل اباد،کجرانواله،حیدر اباد،سکهر،سیالکوټ،ګجرات،ګهوټکي،لاړکانه اؤ ځېنې نور شامل دي.

دپاکستان حکومت اندېښنه ښکاره کړې ده چې که اولس د کرونا وایرس نه د ځان ژغورنې دپاره په سپارښتنو عمل ونکړي نو د راتلونکې میاشتې تر نیمایي هیواد کې د کرونا د ناروغانو شمیره د ۱۰ؤ نه نیولې ۱۲ لکو ته لوړیدی شي.

XS
SM
MD
LG