لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان د درېواړو پوځونو سرمشران دایي ایس ایي مرکز ته دڅه مقصد دپاره ورټول شوي؟


دکشمیر اؤ نورو سیمه ییزو شخړو په اړوند دپاکستان د درېواړو وسله والو ځواکونو دمشرانو یوه مهمه غونډه دپاکستان د استخباراتي شبکې ایي ایس ایي په مرکز کې شوې ده چې پکې دهند دکړنو په وړاندې د ایي ایس ایي په پلانونو اؤ چمتووالي ډاډ ښکاره کړل شوی دی.

ددغه مهمې غونډې وروسته دپاکستان دپوځ مطبوعاتي څانګې پخپل یو بیان کې ویلي چې” پوځي مشرتابه ته سیمه کې د سلامتۍ په ځانګړي ډول دکشمیر د ویشونکې پولې اؤ دهند دواک لاندې کشمیر کې په وضعیت احوال تیر کړل شوی دی”

دپاکستان ډان ورځپاڼه دایي ایس ایي مرکز ته د ټولو پوځی سرمشرانو ورټولیدل یو غیرمعمولي ناسته ګڼي اؤ وایي داسې غونډې د کړکیچونو په مهال دپوځ د دنننیو خدماتو باوري کولو دپاره بې کچه اړېنې وي.

دپاکستان د درېواړو پوځونو دمشرانو دا مهمه غونډه په داسې مهال شوې ده چې دچین اؤ هند دځواکونو ترمنځ سرحدي سیمه کې د نښتې له امله تیره ورځ ۲۰هندي عسکر وژل شوي دي.

دپاکستان پوځ پخپل بیان کې داسې څه نه دي ویلي چې دغه غونډه کې د چین اؤ هند ترمنځ‌ په تازه شخړه هم خبرې شوي دي که نه خو چین سره دپاکستان د زیات نزدیکت اؤ هند سره دتاؤ تریخوالي له امله څېړونکي وایي پاکستان دهند په ضد په دې مهمه موقعه کله هم دخپل پټ کردار لوبولو نه په ډډه نه شي پاتې کیدای

په دغه غونډه کې دګډو ځواکوند دکمیټې مشر جنرال ندیم رضا،د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه،دسمندري ځواکونو مشر ایډمرل ظفر محمودعباسي،دهوایي ځواکونو مشر مارشل مجاهد انور خان اؤ دعمومي ځواکونو مشر جنرال شهیر شمشاد مرزا ګډون کړی دی.

د ډاڼ ورځپاڼې د رپورټ‌ له مخې د وسله والو ځواکونو مشران په عام حالت کې یوازې دګډو ځواکونو دکمیټې په غونډه کې سره راټولیږي چې دغه فورم د درېواړو ځواکونو ترمنځ دمرستو اساس ګڼل کیږي خو دپاکستان دګډو ځواکونو دکمیټې غونډ دجولایي کال ۲۰۱۸م راپدیخوا نه ده شوې.

د درېواړو ځواکونو د سرمشرانو دا غونډه په داسې مهال شوې چې هند سره دپاکستان اړېکې دکشمیر دستونزې پسر بې کچه تاوژنې شوي دي اؤ په میډ‌یا داسې رپورټونه هم مخې ته راغلي چې دهند په نوي ډیلي کې د پوځی روزنې لړۍ دوامداره ده.

پاکستان کې ځېنې څېړونکي فکر کوي چې ګنې هند خپل ځواکونه د پاکستان په ضد عملیاتو دپاره چمتو کوي خو دپاکستان حکومتي اؤ پوځي چارواکو په دې وروستیو کې څو کرته هند ته خبرداری ورکړی چې که دڅه رقم تیري هڅه یې وکړه نو دپاکستان لخوا به ورته خوله ماتی ځواب ورکولی شي.

ځینې څیړونکي دا نظر هم لري چې که په موجوده وضعیت کې دپاکستان اؤ هند ترمنځ‌ حالات نور ترینګلي کیږي نو ویره ده چې هند دافغانستان کې د سولې روانو هڅو ته زیان رسولی شي خو هندي چارواکو په ډاګه کړې ده چې هغوئ افغانستان کې دسولې اؤ ثبات دهڅو ملاتړ کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG