لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مودي: هند امن غواړي خو چې وپارول شي نو مناسب ځواب ورکوي


واشنګټن: څېړونکي وايي، داسې نه ښکاري، چې د هند او چین ترمنځ روانه لانجه چې په نېږدې پنځو لسیزو کې تر ټولو خونړۍ ده او ۲۰ هندي سرتیري پکې وژل شوي ددغو هېوادونو د ملت پاله مشرانو لخوا ژر حل شي.

لومړي وزیر نریندرا مودي د شورو یا چهارشنبې په ورځ په نوي ډلي کې په خپلو تلویزیوني وینا کې وویل، "زه غواړم چې ملت ته ډاډ ورکړم چې زمونږ د سرتېرو قربانۍ به بې ګټې نه وي."

هغه زیاته کړه، "زمونږ لپاره د هېواد یوالی او خپلواکي تر ټولو مهمه ده. هندوستان امن غواړي خو کله چې وپارول شي نو په ډول حالت کې د مناسب غبرګون ښودلو وړتیا لري."

دواړو غاړو په یو او بل باندې د ختیځ سرحدي ښار لداخ په ګلوان درې کې د تاوتریخوالي د پارولو تورونه لګوي.

ددغې لانجې په اړه لا تر اوسه هر څه نه دي روښانه شوي خو د راپورونو له مخې، سرتېرو له یو او بل سره په اوسپنیزو ډنډو او تېږو اوږده جګړه وکړه. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، ځینې سرتېري یا په سېند کې غورځېدلي او یا ورته ټیله شوي دي.

که څه هم هندي چارواکي وايي، چې چینايي پوځ ته هم زیان رسېدلی خو پېکنګ دا خبره تر اوسه نه ده تایید کړې.

په نوي ډلي کې د څېړنې او پالیسې له مرکز څخه د سټراتیژیکو چارو یو کارپوه بهارت کرناد خبرداری ورکوي چې لانجه ښايي زیاته شي.

"د هندي سرتېرو ظالمانه وژل د هند حکومت یوه ګوټ ته کړی. دوی باید په یوه مناسب او معنی لرونکي‌ طریقه غبرګون وښيي تر څو د عوامو ملاتړ له لاسه ور نه کړي."

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لېجیان وویل، چین نه غواړي چې له هند سره پر پوله باندې نورې نښتې وویني او دواړه غاړې په خپلو کې له نېږدې کار کوي چې مسله د سیاسي او پوځي چاینلونو له لیارې حل کړي."

دغه تاوتریخوالي په هند کې زیات خلک هک حېران کړي، ځکه دوه ورځې وروسته له هاغې پېښه شوې چې د هندوستان د پوځ مشر منوج نراواني ویلي و چې دواړه پوځونه د پولې د شخړې پر سر د ګټورو خبرو وروسته له ګلوان سیمې څخه په شا کېدو په حال کې دي.

دواړو سیالو هېوادونو په زرګونو اضافي سرتېري او درنې ورسلې په دې وروستیو اونیو کې د دوی په وینا لاین اف اکچول کنټرول سره ځای پر ځای کړي دي.

په نوي ډلي کې د ابزرور ریسرچ فونډېشن څخه د بهرني سیاست یو تحلیل کونکی منوج جوشي وايي، "دا ډېر خطرناکه کار دی."

د ګل، دوشنبې، په ورځ د جګړې نه وړاندې د تېرو څو میاشتو راهیسې د چین او هندوستان ترمنځ پوله باندې تاوتریخوالی زیات شوی دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ په دغه سیمه کې پوله هم د لاین اف کنټرول په نوم یادیږي. دغه کرښه د دواړو ملکونو د کال ۱۹۶۲ په جنګ کې د ډزبندۍ وروسته راښکل شوي ده.

XS
SM
MD
LG