لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: په کشمیر کې د هندي پوځ په ډزو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي


واشنګټن: د پاکستان پوځ وویل، هندي ځواکونو په کشمیر کې له لاین اف کنټرول څخه د پاکستان پر لور ډزې کړي چې څلور ملکي وګړي پکې وژل شوي او یو تن ژوبل شوی دی.

د پاکستان پوځ د شورو یا چهارشنبې د ورځې ناوخته په یوې یوې اعلامیې کې وویل، هندوستان د دواړو لخوا منل شوي اوربند څخه تېری کړی او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې یې په کلیو کې په ملکي وګړو ډزې کړي.‌

په بیان کې وړاندې راغلي دي، پاکستاني ځواکونو د هندي ځواکونو ډزو ته اغیزناک ځواب ورکړی.

تر اوسه پورې هندي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

نوي ډلي د کشمیر له دریو څخه دوه برخې تر خپل کنټرول لاندې لري او پاتې یې د اسلام اباد تر ولکې لاندې دی خو دواړه هېوادونه د بشپړ کشمیر دعوا کوي.

هند او پاکستان دواړو په ۲۰۰۳ کال کې تړون کړی و چې د کشمیر د لاین اف کنټرول پرسر به نښتې نه کوي او اړیکې به په خپلو کې عادي کوي.

خو د تېرو څو کلونو په اوږدو کې تقریبا هره ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي شخړې رامنځ ته کېږي چې ورسره اوربند بې اغیزې شوی دی.

XS
SM
MD
LG