لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د رویټر په یوې ټاکنیزې سروې کې بایډن له ټرمپ څخه ډېر مخکې راغلی


واشنګټن: یوه نوې سروې ښيي چې د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې ډیموکراټ کاندید جیوبایډن به ولسمشر ډانلډ ټرمپ ته کلکه ماته ورکړې وه کچېرې ټاکنې نن ترسره شوې وای.

د رویټرز لخوا په ترسره شوې سروې کې ۴۸ فیصده ځواب ورکونکو ویلي، چې دوی بایډن ته رایه ورکوي او ۳۵ فیصده خلکو ویلي، چې دوی ټرمپ ته رایه ورکوي.

په دغې نوې سروې کې ۴۰ فیصده خلک په دې باور وو چې ټرمپ د کورونا د وبا په وړاندې سم چلند کړی خو ۵۵ فیصده خلکو په دې اړه منفي نظر درلود.

په ټوله کې په سروې کې ۳۸ فیصده خلکو ټرمپ ته د تایید رایه ورکړې. خو د ولسمشر لپاره یو ښه خبر هم لري.

د رویټرز په دغې سروې کې ځواب ورکونکي په دې باور دي چې ټرمپ د بایډن په پرتله د اقتصاد لپاره ښه دی او په دې برخه کې هغه د بایډن د ۳۸ فیصدو رایو په وړاندې ۴۳ فیصده رایې اخېستې دي.

ددې ترڅنګ د سي ان بي سي لخوا په یوې پوښتنه کې ښکاره شوې ده چې بایډن په شپږو سوېنګ سټېټونو کې له ټرمپ څخه مخکې دی خو دا مخکې والی د ۴۵ په وړندې ۴۸ فیصده دی.‌

اریزونا، فلورېډا، مشیګن، نارت کېرولاینا، پېنسلوېنیا او ویسکانسن هغه شپږ ایالتونه دي چې ورته سوېنګ سټېټس ویل کېږي ځکه کله پکې ډیموکراټان او کله پکې جمهوري غوښتونکي مخکې وي او له همدې امله برخلیک ټاکونکي وي.‌

XS
SM
MD
LG