لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:اتلسم ائیني ترمیم وزیراعلی ګانو ته دپوځي امرانو هومره واکونه ورکړي،بدلون پکې ضروري دی


پاکستان کې دحکومت مخالفو سیاسي ګوندونو ددې اندېښنې نه وروسته چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت اتلسم ائیني ترمیم کښې بدلون کول غواړي وزیراعظم عمران خان پخپله هم دغه ترمیم کې دبدلون خبره منلې ده اؤ وایي یاد ترمیم کې به دځېنو نکتو بیا دسره جاج اخستل وي.

تیره ورځ کراچې ښار کښې د خپل ګوند غړو سره ملاقات کښې وزیراعظم عمران خان ویلي چې اتلسم ائیني بدلون نه وروسته د صوبې وزیر اعلی دپوځی امرانو هومره واکمن شوی اؤ دغسې واکونو ته به بیا کتنه کیږي.

پښتون ملت پاله سیاسي ګوند عوامي نیشنل پارټۍ دعمران خان لخوا اتلسم ائیني ترمیم کې دبدلون دڅرګندونو سخته غندنه کړې اؤ حکومت ته یې خبرداری ورکړی چې باید ددې تیروتنې څخه ډډه وکړي ګنې د بنګله دیش یا ختیز پاکستان مثال یې په وړاندې دی.

وزیراعظم عمران خان ویلي داتلسم ائیني ترمیم له لارې د صوبو اعلی وزیرانو ته د امرانو هومره واکونه ورکړل شوي دي خو هغوئ دغه واکونه دلاندې کچې حکومتونو ته نه منتقل کوي.

دپاکستان په ائین کې اتلسم بدلون کال ۲۰۱۰ م کې دپیپلز ګوند حکومت کښې شوی ؤ چې له امله یې نه یوازې صوبو ته زیاتې وسېلې او واکونه ورکړل شوي بلکې د پوځي امرانو په واکمنۍ کې په دستور کښې شوي ډیر ترامیم هم ددې بدلون له امله ختم شوې دی چې یو پکښې د صدر لخوا د پارلیمان ختمولو واک هم شامل دی.

دعمران خان په وینا دپاکستان پیپلز ګوند حکومت اتلسم ائیني ترمیم کې ځېنې نکتې ډیرې په بیړه سره شامل کړي دي چې هغې ته اوس دبیاکتنې اړتیا ده.

هغه زیاته کړه چې قومي مالیاتي کمیشن (این ایف سي ) کې صوبو ته ۶۵. فیصده برخه ورکړل شوې ده اؤ دفاع اؤ پورونو دپاره پکې هم پیسې ویستل شوي .

عمران خان وایي اوس دکال په بیل کې مرکزي حکومت دبودیجې اووه فیصده خسارې سره مخ کیږي چې په دې بیا نظر اچونې اؤ بحث ته اړتیا ده.

دعمران خان ددې څرګندونو غبرګون کې دعوامي نیشنل ګوند مرکزي سکتر میا افتخار حسین په ټوئټر لیکلي چې عمران خان ته اتلسم ائیني ترمیم کې خامۍ اؤ این ایف سي ایوارډ عبث ښکاري خو په صوبایي خپلواکۍ کې دې دلاسوهنې نه ډډه وکړي .

هغه د وزیراعظم عمران خان په مخاطب کولو سره ویلي “عمران خانه داسې تیروتنه ونکړې، که دې اور لمبه وکړه نو “غوره کړل شوی” خو به ارومرو په لمبو کې کې راګیریږي خو “غوره کوونکی” به هم بچ پاتې نه شي”

تر دې دمخه په سندهـ ایالت کې د واکمن اؤ مرکز کې د لویې حکومت مخالفه ګوند پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري هم څو کرته مطبوعاتو ته ویلي چې که حکومت اتلسم ائیني ترمیم کې دلاسوهنې هڅه وکړه نو هغوئ به یې په سختۍ سره مخې ته ودریږي .

همداشان د بلوچستان ملت پاله سیاسي ګوندونو هم اتلسم ائیني ترمیم کې د لاسوهنې سره مخالفت ښودلی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG