لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین اؤ هند په ګډه پوله د وضعیت په سړولو صلاح شوي دي


دچین اؤ هند ترمنځ په پوله د رامنځته شوي تاؤ تریخوالي نه وروسته د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو یوبل سره ټیلیفوني اړیکه نیولې اؤ دتاؤ تریخوالي په سړولو په پوله دامن پرځائ کولو په خبره صلاح شوي دي.

دوه ورځې وړاندې دچین اؤ هند په ګډه پوله د دواړو هیوادونو د پوځیانو ترمنځ نښته شوې وه چې پکې دهند د۲۰عسکرو د وژلو دعوې شوې وې.

ډ ډان ورځپاڼې د رپورټ له مخې په تازه ټيلي فوني اړیکه کې ددواړو هیوادونو دبهرنیو چارو وزیرانو دهمالیه په کړکیچنه سرحدي سیمه کې دامن پځائ ساتلو دپاره د دواړو هیوادونو ترمنځ وړاندې نه په موجودو تړونونو دعمل کولو ژمنه شوې ده.

دهند دبهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې “دهند دبهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر اؤ دهغه چینایي سیال په دې خبره صلاح شوي چې رامنځته شوی ټول وضعیت به په مسولانه ډول سمبالوي اؤ دواړه خواږې په شپږم جون ترسره شوي تړون باندې د زړه د خلاصه عمل کوي”

دواړو خواؤ دا هم منلې چې یو لوری به هم داسې څه ګام نه اخلي چې تاؤ تریخوالی ورسره نور هم سیوا شي بلکې ددې پځائ به د دوه اړخیزه تړونونو اؤ درناوي په اساس امن اؤ ثبات باوري کوي.

دخبري شبکې ایف ایف پي دخبر له مخې د چین دبهرنیو چارو وزیر دهند څخه غوښتنه کړې چې په پوله د رامنځته شوي وضعیت باید بشپړ پلټنې وکړي اؤ د نښتې مسولینو ته دې سزا ورکړي.

دهند اؤ چین پولې د همالیه په سیمه کې یو بل سره لګیدلي دي اؤ د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوږدې مودې راهسې په سرحدي سیمه جنجال روان دی.

چین د هند په شمال ختیزه سیمه کې په ۹۰زره اسکواير میټره ساحه د ملکیت دعوه لري اؤ هند دریځ لري چې چین یې په لویدیزه همالیه کې ۳۸زره اسکوائر ساحه لاندې کړې ده.

دمئ دمیاشتې نه د دواړو هیوادونو ترمنځ دا کړکیچن نور هم سیوا شوی اؤ څو څو کرته د دواړو هیوادونه ځواکونه یو بل ته برند شوي اؤ لاس وګریوان شوي دي.

په ۱۷م جون په ګډه پوله د دواړو هیوادونو د ځواکونو نښته کې دهندي پوځ دیو افسر په ګډون شل عسکر وژل شوي و

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG