لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومت بیا بلوچستان نېشنل ګوند پخلا کوي خو دا ګوند یې د بلوچستان په ستونځو کې سنجیده نه ګڼي


واشنګټن ـــــ د بلوچستان نېشنل ګوند له خوا له پاکستان تحریک انصاف ګوند سره د اتحاد تر ختمولو وروسته واکمن ګوند یو ځل بیا له دې ګوند سره د اتحاد پرېکړه کړې خو له حکومته د بېل شوي ګوند مشر سردار اختر مېنګل وایي حکومت د بلوچستان د ستونځو په حل کولو کې اوس هم سنجیده نه دی.

سردار اختر مېنګل وایي له حکومتي اتحاده ځکه بېل شو، چې له دوی سره کړې د بلوچستان د ستونځو د هوارولو په اړه کړې ژمنې یې عملي نه کړې او وایي اوس حکومت ته هم معلومه شوې ده چې "د بلوچستان په هکله فیصلې حکومت نه بل څوک کوي".

له وي او اې سره د ټلیفون له لارې په ځانګړې مرکه کې اختر مېنګل وویل چې که په قومي اسمبلۍ کې اپوزیشن بلوچستان خپل وګڼي او د دوی د غوښتنو ملاتړ وکړي نو له اپوزیشن سره مرستې ته تیار دی.

د رپوټونو له مخې وزیراعظم عمران خان یوه حکومتي مذاکراتي کمېټۍ جوړه کړې او ورته یې ویلي دي چې یو ځل بیا له بلوچستان نېشنل ګوند سره د اتحاد هڅه وکړي. په دې کمېټۍ کې د دفاع وزیر پروېز خټک، خارجه وزیر شاه محمد قرېشي او دوه نور مرکزي وزیران شفقت محمود او شبلي فراز شامل دي.

رپوټونه وایي حکومتي کمېټۍ به ژر د بلوچستان نېشنل ګوند له مشرانو سره د بیا پخلاینې لپاره رابطې وکړي، خو سردار اختر مېنګل وایي وړاندې هم حکومت له دوی سره څو ځله داسې ژمنې کړې وې چې پر دې معاهدې به عمل کوي خو وایي هیڅ‌ عمل یې ورباندې ونه کړ:

"موږ غوښتل چې د بلوچستان ستونځې په ګډه حل شي خو موږ ته له هغه [حکومتي] لوري هیڅ سنجیدګي په نظر رانغله، حکومت ته هم اوس معلومه شوې ده چې د بلوچستان په هکله فیصلې حکومت نه بل څوک کوي، څوک یې باید وزیراعلی شي او څوک ګورنر دا پرېکړه د وزیراعلی او وزیراعظم په اختیار کې نه ده".

د بلوچستان نېشنل ګوند مشر سردار اختر مېنګل دوې ورځې وړاندې د قومي اسمبلۍ په غونډه کې له واکمن تحریک انصاف ګونده سره د اتحاد د ختمولو اعلان وکړ. نوموړي وویل چې له حکومت سره د شپږو نکتو په بنیاد اتحاد کړی وو، خو وایي پر بیا- بیا ور یادولو هم حکومت پر هغو نکتو ورسره وفا ونه کړه.

د بلوچستان نېشنل ګوند او تحریک انصاف ګوند تر منځ چې په 2018م کال کې د کومو نکتو په بنیاد اتحاد شوی وو،‌ په هغو کې یوه د جبري بې درکه بلوڅانو موندل وو. سردار اختر مېنګل وایي د هغه تړون له مخې تر اوسه 471 تنه بیرته خپلو کورونو ته رسېدلي خو وایي له دې سره سره تر پینځه سوه زیات نور کسان له بلوچستانه په زور بې درکه کړل شوي دي.

ښاغلی مېنګل وایي دوه کاله مخکې یې حکومت ته د 5128 جبري بې درکه کسانو نوملړ ورکړی وو چې وایي اوس نور هم زیات شوی دی.

د دې تر څنګ په سرکاري نوکریو کې د بلوچستان لپاره شپږ فیصده برخه، د صوبې د اوبو د بحران ختمولو لپاره د ډیم جوړول او افغانستان ته د افغان کډوالو ستنول هم له حکومت سره د بلوچستان نېشنل ګوند په تړون کې شامل وو خو وایي حکومت تر اوسه پر دې یوه نکتیه هم عمل نه دی کړی.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG