لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د جماعت الدعوه ډلې څلور مشران د ترهګرو د مالي مرستې په تور سزا شول


واشنګټن ــــ د پنجاب د مرکز لاهور د ترهګرۍ ضد عدالت له ترهګرو سره د مالي مرستې په تور د ناقانونه اعلان شوې ډلې جماعت الدعوه څلورو مشرانو ته پینځه پینځه کاله د بند او جرمانې سزاوې واورولې.

د پنجشنبې- زیارت په ورځ د ترهګرۍ ضد 3م نمبر عدالت قاضي پر مقدمه د دلایلو تر بشپړېدو وروسته د دې ډلې څلور مهم مشران عبدالرحمان مکي، یحیی عزیز، عبدالسلام او ملک ظفر مجرمان وګڼل او هغوی ته یې سزا واوروله.

تر فیصلې وروسته د ترهګرۍ ضد عدالت ځانګړي پلټونکي عبدالروف وټو له وي او اې سره په خبرو کې وویل، چې د مقدمې د پلټنو په مهال ټولو نهه شاهدانو د دغو تورنو کسانو په ضد خپل بشپړ بیانونه ورکړي وو او د هغه په بنیاد دوی ته سزا واورول شوه.

ښاغلی وټو وایي الانفال ټرسټ د لښکرِ طیبه ډلې یوه څانګه وه چې وایي حکومت یې فعالیت غیرقانوني ګرځولی وو، خو وایي د پنجاب د اوکاړه ضلعې په دیپالپور سیمه کې یې د جامعه ستاریه په نوم مدرسه جوړه کړې وه، چې وایي له ترهګرو سره د مالي مرستې لپاره یې کاروله او عدالت په همدې تور سزا ورته واوروله.

د عدالت د پرېکړې له مخې به یحیی عزیز او ملک ظفر اقبال ته پینځه پینځه کاله سزا ورکول کېږي او هر یو به سړي سر پینځوس زره روپۍ جرمانه پرې کوي، پاته نورو دوو تورنو کسانو عبدالسلام او عبدالرحمان مکي ته یو یو کال سزا او 20 زره جرمانه اورول شوې.

عبدالروف وټو وایي ملګرو ملتونو د جماعت الدعوه ډلې دغه څلورواړه مشران ترهګر اعلان کړي وو، وایي د عدالت د پرېکړې له مخې به اوس د دوی په مالي مرسته جوړ شوي جایدادونه هم ضبط کېږي.

دغه څلورواړه د جماعت الدعوه ډلې د مشر حافظ سعید نیژدې ملګري ګڼل کېږي، چې د لاهور عدالت په تېره فرورۍ میاشت کې لا د ترهګرو د مالي مرستې په تور په دوو جلا مقدمو کې د یوولسو کالو بند سزا ورته اورولې وه.

حافظ سعید د لشکرِ طیبه ډلې پخوانی مشر دی چې ورباندې په 2008م کال کې د هند په ممبۍ ښار کې د بریدونو تر شا د لاس لرلو تور دی چې پکې 170 تنه وژل شوي وو خو هغه دا تورونه رد کړي او وایي په لشکر طیبه ډله باندې په 2002م کال کې تر بندیز لګېدو مخکې یې له دې ډلې سره تړاو ختم کړی وو.

د جماعت الدعوه ډلې تر اوسه د خپلو مشرانو د سزا کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو د قانون له مخې دوی کولای شي چې د ترهګرۍ ضد عدالت په ضد د پاکستان سپریم کورټ ته د ځان د سپیناوي په اړه درخواست ورکړي.

د جماعت الده ډلې وکیل نصیر الدین خان وایي، پر الانفال ټرسټ د ترهګرو د مالي مرستې تورونه ردوي او وایي چې دې ادارې یواځې د خیر ښېګړې کارونه کول.

د یادونې وړ ده چې د شورو- چارشنبې په ورځ د فیصل اباد ترهګرۍ ضد عدالت هم په یوه بله مقدمه کې د جماعت الدعوه ډلې څلورو نورو کسانو محمد اویس، عظمت الله، محمد افضل او بنیامین ته د یو- یو کال سزا اورولې وه.

د عدالت په پرېکړه کې راغلي چې پر دغو کسانو هم د ترهګرو د مالي مرستې تور لګېدلی وو او وایي چې دوی د ناقانونه اعلان شوې لښکرِ طیبه ډلې لپاره پیسې را غونډولې.

XS
SM
MD
LG