لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې ۱.۵ میلینه نورو کسانو د بې کارۍ د مرستو غوښتنه کړې


واشنګټن - د کورونا د وبا له امله تر لګېدلي لاک ډاون وروسته په امریکا کې په زرګونو کاروبارونه بېرته پرانېستل کېږي، خو تر اوسه هم زیات کسان دندې نه لري.‌

د امریکا د کار وزارت د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، چې په تېره اونۍ کې ۱.۵ میلیونه نورو امریکايي کارکونکو د بې کارۍ له امله د مرستو غوښتنه کړې ده.

دا شمېره په تېرو دریو میاشتو کې په یوه اونۍ کې تر ټولو کمه شمېره خو بیا هم د نړۍ تر ټولو ستر اقتصاد لپاره یوه غیر عادي شمېره بلل کېږي.

که څه هم دا د تېرو ۱۳ اونیو راهیسې تر ټولو کمه شمېر ګڼل شوې خو د امریکا مهم اقتصادي چارواکي اټکل کوي چې له کورونا وبا څخه د اوختو زیانونو پوره کېدل به تر ۲۰۲۱ کال ته هم ښه زیات وغځېږي.

په امریکا کې د مارچ له نیمايي راهیسې ۴۵.۵ میلیونه کارکونکو د بې کارۍ له امله د مرستو غوښتنه کړې چې دا په امریکا کې د ټولو کارکونکو (۱۶۴.۶ میلینو) له څلورمې برخې څخه زیات دي.

دا مهال د یادو کسانو شمېر ۲۰.۵ میلینو ته غورځېدلی ځکه په میلیونونو کارکونکو بېرته کارونه پیل کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG