لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ ته کم شوی دی


واشنګټن – لوړ پوړي امریکايي جنرال فرانک مکینزي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، چې له طالبانو سره په فیبرورۍ کې د شوي تړون له مخې د امریکايي سرتېرو شمېر په افغانستان کې ۸۶۰۰ ته کم کړای شوی دی.

د اسوسېټېډ پرېس د راپور له مخې، مکېنزي دا معلومات ور نه کړل چې نور امریکايي سرتیري به څه وخت او څه ډول کمېږي خو دومره یې ویلي، چې د فیبرورۍ د تړون له مخې امریکا باید د راتلونکې مې میاشتې پورې په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووځي.

هغه زیاته کړه له افغانستان څخه د بشپړو امریکايي سرتېرو وتل د طالبانو یو شمېر ځانګړو کارونو پورې هم اړه اړه لري.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ له افغانستان څخه په بشپړه توګه وتلو ته لیواله دی ځکه دی وایي امریکايي سرتیري په کورونیو جګړو کې د پولیسو ونډه لري او باید بېرته هېواد ته راوستل شي.

په افغانستان کې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پرضد د ۲۰۰۱ کال په اکټوبر کې د امریکا لخوا جګړه پیل شوې وه.

جنرال مکېنزي د اسپېن سټراټیژي ګروپ ویبنار ته دغه په خپلو دغو خبرو کې دا هم وویل، چې "مونږ د تړون په خپلې برخې باندې عمل کړی."

ده وویل، له افغانستان څخه به په بشپړه توګه امریکايي ځواکونه هغه وخت ووځي کله چې شرایط برابر وي.

"داسې شرایط باید تیار شي چې مونږ راضي کړي چې زمونږ پر خاوره به بریدونه له افغانستان څخه نه تنظیم کېږي."

هغه دا هم وویل، چې دا طالبان نه بلکه القاعده او داعش ډله ده چې اشاره یې هغو ترهګرو ته وه چې پر امریکا د سپټمبر د یولسمې د برید پلان یې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې جوړ کړی وو.

د فیبرورۍ د تړون له مخې، طالبانو دا منلې ده چې دوی به هېڅ توندلارې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د امریکا پرضد بریدونه وکړي.‌

مکینزي وویل، مونږ به اوس طالبان ګورو چې څه کوي.

مکینزي د عراق په اړه چېرې چې په زرکونو امریکايي سرتېرې د عراقي ځواکونو په روزنه او سلا مشورو بوخت دي او د ایران پلوو ملیشو له خوا کله کله له تاوتریخوالي سره مخ کېږي په احتیاط خبرې وکړې.

که څه هم ده په عراق کې د ایراني اغیز د مهارولو په برخه کې د عراقي حکومت د هلو ځلو ستاینه وکړه خو وویل، په عراقي اډو باندې چېرې امریکايي سرتیري دېره دي راکټي بریدونه زیات شوي.

هغه وویل، دی فکر کوي چې ایران او عراق کې د هغوی ملاتړي ددې لپاره دغه راکټي بریدونه کوي چې دوی په دې نه دې توانېدلي چې د عراق په سیاسي ډګر کې خپل ځای وساتي.

جنرال مکېنزي دغه خبرې وروسته له هاغې وکړې چې عراقي چارواکو راپور ورکړ چې د بغداد په امنیتي سیمه چې شنه سیمه یادېږي د امریکا سفارت ته نېږدې څلور راکټونه لګېدلي دي.

دا د عراق له نوي حکومت سره د امریکا د سټراتیژیکو خبرو د پیل راهیسې دریمه ورته حمله شمېرل کېږي.

XS
SM
MD
LG