لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د داعش لخوا د زلمي خلیلزاد د وژلو د پلان په اړه د طالبانو د ادعا پلټنه کوي


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد.

واشنګټن – امریکايي چارواکي وايي، دوی د طالبانو د هغو ادعاو په اړه جدي پلټنې کوي چې وايي، داعش په افغانستان کې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د وژلو پلان درلود.

طالبانو په دې وروستیو کې له خبریالانو سره د دوو هغو نیول شویو کسانو ویډیو شریکه کړې چې سترګې یې تړل شوي او له طالبانو سره بندیان دي.

طالبانو ویلي، دغه دوه کسان د داعش لخوا ګمارل شوي وو چې پر زلمي خلیلزاد ځان وژونکی برید وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند امریکا غږ ته چې په دې اړه یې ورڅخه د غبرګون پوښتنه کړې وه ویلي دي، "د امریکا حکومت د امریکایانو پرضد هر ګواښ ته په جدي توګه ګوري."

ویاند زیاته کړې، "د افغان حکومت د چارواکو سربېره امریکايي چارواکي هم د دغې ویډیو په اړه پلټنې کوي."

خلیلزاد د هغې امریکايي ډلې مشري کوله چې له طالبانو سره په فیبرورۍ کې یو تړون ته ورسېدل چې له مخې به یې په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسېږي.

دواړه نیول شوي کسان په خپلو څرګندونو کې وايي، د امریکايي استازي د وژلو پلان یې د افغانستان د ملي امنیت د ادارې له ځینو پخوانیو او اوسنیو چارواکو سره په همغږۍ وه.

دوی د افغانستان د ملی امنیت د پخواني مشر رحمت الله نبیل نوم هم یاد کړی چې د دوی له د پلان له اصلی کسانو څخه دی خو نبیل په چټکۍ سره دا تورونه رد کړي دي او د طالبانو لخوا د ویډیو له خپرېدو څخه دوه ورځې وروسته یې دا جعلي ګڼلې.

نبیل د جون په ۱۴ نېټه په ټوېټر باندې لیکلي وو، "زه به ډېر ژر په دې اړه معتبر معلومات خپلو ملګرو افغانانو ته ورکړم چې یوې سمې نتیجې ته سره ورسېږي. له خپلو خلکو سره ريښتینی پاتې کېدل هر کله زما د ژوند له اصلي‌ او بنیادي ارزښتونو څخه دي."

په ویډیو کې نیول شوي په اصطلاح برید کونکي وايي، چې د دوی ډلې غوښتل په کابل کې د جهادي مشر حامد ګیلاني له کور څخه د باندې چې خلیلزاد ورته د ورتګ پلان درلود د موټر بم یو ځان وژونکی برید ترسره کړی وای.

خو خلیلزاد په دغه ورځ نه وه ورغلی او یاده برید کونکې ډله بېرته لوګر ته خپل کس ته ځان رسوه چې د هغوی په وینا طالبانو په لاره کې ونیول او بندیان یې کړل او دغه معلومات یې ورڅخه ترلاسه کړل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG