لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین دهند لس نیول شوي عسکر خوشې کړي


دچین اؤ هند ترمنځ په پوله د اوسنیو نښتو اؤ تاؤ تریخوالي وروسته دواړو هیوادونو په سفارتي اؤ پوځي کچه دتاؤ تریخوالي کولو هڅې چټک کړي چین د هند لس نیول شوي پوځیان خوشې کړي دي.

دهند خبري شبکه پریس ټرسټ اف انډیا وایي دغه هندي پوځیان چین د زیارت په شپه خوشې کړي دي.

دچین اؤ هند ترمنځ دپوځونو ترڅنګ د دوشنبې په شپه دختیز لداخ سیمې په ګلوان کلي کې نښته شوې وه چې پکې د هند د یو پوځی افسر په ګډون د ۲۰ؤ عسکرو د وژنې پخلی شوی ؤ.

تیره ورځ دچین اؤ هند دبهرنیو چارو وزیرانو په یو ټيلیفوني تماس کې په پوله د وضعیت په ارامه کولو اتفاق کړی ؤ.

د هند دي هندو ورځپاڼې ویلي د دواړو هیوادونو دپوځی میجرانو دکچې دافسرانو ترمنځ یو تړون هم شوی چې له مخې به یې چین د هند نیول شوي عسکر خوشې کوي.

هند لا په رسمي ډول دخپلو پوځیانو دخوشې کولو په اړوند څه نه دي ویلي خو په دې وروستیو کې دهندي پوځ په یو بیان کې ویل شوي وؤ چې چین سره په پوله شوې نښته کې دهند هیڅ یو پوځی نه دی بې درکه شوی اؤ په پوله د ګمارل شوؤ پوځیانو شمیره پوره ده.

په عین حال کې دامریکې دبهرنیو چارو وزیر مائیک پمپیو چین سره په شوې نښته کې د هندي عسکرو په مرګ ژوبله هند سره خواخوږي ښودلې ده.

دجمعې په ورځ په ټوئټر خپل بیان کې مائیک پمپیو ویلي “مونږ به دهندي پوځیانو،دهغوئ دکورنیو اؤ خپلوانو غم په یاد لرو “

دهند اؤ چین پولې د همالیه په سیمه کې یو بل سره لګیدلي دي اؤ د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوږدې مودې راهسې په سرحدي سیمه جنجال روان دی.

چین د هند په شمال ختیزه سیمه کې په ۹۰زره اسکواير میټره ساحه د ملکیت دعوه لري اؤ هند دریځ لري چې چین یې په لویدیزه همالیه کې ۳۸زره اسکوائر ساحه لاندې کړې ده.

دمئ دمیاشتې نه د دواړو هیوادونو ترمنځ دا کړکیچن نور هم سیوا شوی اؤ څو څو کرته د دواړو هیوادونه ځواکونه یو بل ته برند شوي اؤ لاس وګریوان شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG