لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سندهـ: په رینجرز ځواکونو بمي چاودنه کې د دوؤ عسکرو په ګډون درې تنه وژل شوي


پولیس چارواکي وایي دسندهه ایالت په ګوټکي سیمه کې په رینجرز ځواکونو دغه بمي چاودنه دغوښې په یو دوکان کې شوې ده چې پکې د دوؤ عسکرو په ګډون درې تنه وژل شوي.

دپاکستاني مطبوعاتو له مخې د ګهوټا مارکیټ ترڅنګ چې کوم دوکان کې دا چاودنه شوې د رینجرز ځواکونو به هره ورځ دغلته نه غوښه اخسته اؤ دچاودنې په مهال ددغو ځواکونو ګاډی هم د دوکان مخې ته ولاړ ؤ.

د طالبانو حزب الاحرار ډلې د چاؤدنې زمه واري منلې ده.

ډان ورځپاڼې په سیمه کې دپولیسو دمشر یا ایس ایس پي فرخ لونجر له خولې ویلي دچاوندې نه سمدستي وروسته پولیس دسیمې نه تاؤ شوي اؤ دپېښې پلټنې کوي.

پولیس دا هم وایي چې په دوکان کې بم د وړاندې څخه ځائ پځائ کړل شوی ؤ اؤ کله چې د رینجرز عسکر دغلته ور رسیدلي نو بم پرې چاودیدلی دی.

پېښه کې د مړو شوؤ عسکرو پیژندګلو د ظهور احمد اؤ فیاض احمد په نومونو شوې اؤ دغلام مصطفی په نوم یو لاروی هم په دغه چاودنه کې مړ شوی دی.

تر دې دمخه په ۱۲م جون دپنجاب دپېنډۍ ښار په پوځي چاوڼۍ سیمه په یوه چاودنه کې یو تن وژلشوی اؤ ۱۵ نور ژوبل شوي وؤ.

همدا شان سږکال د فرورۍ میاشت کې د کوټې پریس کلب مخې ته داحتجاج په مهال یو ځانمرګی برید شوی ؤ چې پکې اته کسان وژل شوي اؤ ۲۰نور ژوبل شوي وؤ

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG