واشنګټن ــــ د امریکا سپریم کورټ د زیارت- پنجشنبې په ورځ فیصله کړې چې د صدر ډانلډ ټرمپ انتظامیه په امریکا کې په زرګونو هغه غیرقانوني کډوال له امریکې نه شي شړلای چې په ماشومتوب کې امریکا ته راوستل شوي وو.
د صدر ټرمپ انتظامیې د تېرو څو کلونو راهیسې دغه هڅه کوله چې په امریکا کې ژوند کونوکي دغه غیر قانوني کډوال د امریکا نه وشړي.
دغه حیرانوونکې فیصله چې د سپریم کور مشر قاضي یا چیف جسټس جون رابرټس لیکلې او نورو څلورو قاضیانو یې حمایت کړی، د دې فیصلې تر مخه به د ډاکا پروګرام لاندې په امریکا کې نژدې اووه لکه غیر قانوني کډوال د یو ښه راتلونکي لپاره په امریکا کې ژوند کوي او ورته به د کارونو اجازه هم وي.
د سپریم کورټ پینځو ججانو د دې فیصلې په حق کې او څلورو یې پرضد فیصله ورکړې ده.
ډاکا پروګرام په کال ۲۰۱۲م کې د امریکا د هغه وخت صدر بارک اوباما د یو صدارتي فرمان وروسته شورو شوی وو. د دغه پروګرام لاندې د میکسیکو او مرکزي امریکا نه د خپلو میندو او پلرونو سره امریکا ته راغلي هغه ماشومان چې څه قسمه اسناد نه لري، دوی ته په امریکا کې د صحت بیمه، ډرایونګ لایسنس او نور حکومتي مراعات ورکول شامل دي.
خو د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ چې په خپل انتخابي کمپاین کې د ډاکا یا ډریمرز پروګرام او امریکا ته په غیرقانوني توګه د کډوالو راتګ بندول وو او بیا یې په کال ۲۰۱۷م کې د قامي امنیت ادارې یا ډیپارټمنټ اف هوم لېنډ سېکورټي ته امر کړی وو چې دغه پروګرام دې په مرحلو کې پېل کړي او ورته یې غیرقانوني هم ویلي وو.
خو د ډاکا پروګرام په ختمولو کې بیا د یو شمېر ایالتونو د عدالتونو لخوا ورته قانوني چیلنجونه هم مخامخ شول، چې پرضد یې د صدر ټرمپ انتظامیې دغه فضیه اعلا عدالت ته یووړه، خو د امریکا سپریم کورټ د ختمولو پر ځای د ډاکا پروګرام د قانوني حیثیت ټاکلو فیصله ورکړې چې د صدر ټرمپ انتظامیه د دې پروګرام تړلو په متبادل کې د بل څه وړاندې کولو کې ناکامه شوې ده.
د دې معنا دا ده چې دغه مسله به اوس بیرته د قامي امنیت ادارې ته ځي او دغه اداره به د دې پروګرام بندولو په بدل کې بل څه مناسب پروګرام وړاندې کوي. په خپله فیصله کې جج رابرټ لیکلي چې د صدر ټرمپ انتظامیې د وفاقي قانون سرغړونه کړې او د ډاکا پروګرام لاندې په امریکا کې ژوند کوونکو د امریکا نه د شړلو د خوندیتوب د حق سرغړونه یې کړې ده.
په فیصله کې لیکل شوي "مونږ دا فیصله نه کوو چې ډاکا یا د دې متبادل بل څه پروګرام ښې یا مضبوطې پالیسۍ دي. مونږ یواځې دې ته کتنه کړې چې ایا ایجنسۍ یا ادارې د قانون لاندې د داسې قسمه ګامونو اخیستو لپاره پکار ضرورتونه پوره کړي که نه".
د دغې فیصلې په حق کې دوو نورو ججانو کلیرنس تهامس لیکلي چې د صدر ټرمپ انتظامیې د ډاکا پروګرام ختمولو فیصله قانوني نه ده. نوموړي لیکلي "نننۍ فیصله باید هغه شان وپیژندل شي د څه لپاره چې دا شوې. په سیاسي توګه لانجمنه خو په قانوني توګه سمه فیصله".
د صدر ډانلډ ټرمپ له خوا په ټاکل شوو دوو ججانو کې یو جسټس بریټ کېونوف بیا په خپل نوټ کې لیکلي "د عدالت د دې فیصلې یواځینۍ عملي نتیجه لږ څه ځنډېدلې ښکاري".
د یادې فیصلې وروسته د هوم لېنډ سېکورټي موجوده مشر چډ ولف د عدالت په فیصله اعتراض کړی خو دا یې نه دي ویلي چې ایا محکمه به دغې فیصلې ته بیا کتنه کوي او که نه.
صدر ډانلډ ټرمپ بیا د عدالت په فیصله باندې نیوکه کړې او ورته یې "لویه سیاسي" فیصله ویلې. په خپل ټوېټر صدر ټرمپ لیکلي چې "د ډاکا قانوني حل غواړي" او د دې فیصلې وروسته "مونږ دا هر څه بیا د سره شورو کوو". صدر ټرمپ لیکلي "د ډاکا په اړه د عدالت فیصله، چې لویه سیاسي فیصله او د قانون سره سمه نه ښکاری، د امریکا صدر ته د پخوا په پرتله لا ډیر اختیار ورکوي.
صدر وړاندې لیکلي "بیا هم زه به د امریکا په مفاداتو کې فیصله کوم". صدر ټرمپ چې زیات وخت د زاړه پالو ججانو د ټاکلو خبره کوي لیکلي: "مونږ ته نور انصاف پکار دی ګنې مونږ به د ایین دویمه ماده او هر څه د لاسه ورکړو".
په امریکا کې بیا د شهریانو د ازادۍ تنظیمونو د سپریم کورټ د دغه فیصلې هرکلی کړی.