لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان لپاره د پاکستان استازي محمد صادق په قطر کې د طالبانو له مشرانو سره لیدلي


واشنګټن ـــــ د افغانستان د سولې لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه تر ټاکل کېدو دوې اوونۍ وروسته محمد صادق خان په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره لیدلي او د بین الافغاني خبرو په برخه کې د پرمختګ او پیلېدو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

د طالبانو له مشرانو سره د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي دا لومړی ملاقات دی چې پرون د پنجشنبې- زیارت په ورځ یې په دوحه ښار کې ورسره کړی.

د ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼې د خبر له مخې د سفیر محمد صادق له سفره خبرو چارواکو ویلي، چې د طالبانو له مشرانو سره په لیدو کې د هغه له مهمو نکتو څخه یوه دا وه چې د بین الافغاني خبرو پر تیارۍ ورسره و ږغېږي.

ځینو سرچینو قطر ته د محمد صادق د سفر په اړه د هغه له خولې ویلي "پاکستان د افغانانو تر منځ د مذاکراتو لپاره دوحه یو مناسب ځای ګڼي، خو دا د خبرو اترو په فریقینو پورې اړه لري چې په دې اړه وروستۍ پرېکړه وکړي".

ښاغلي محمد صادق د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه تر ټاکل کېدو دوې ورځې وروسته لومړی سفر د جون پر 10مه د پاکستان د پوځ له مشر جنرل قمر جاوید باجوه سره کابل ته کړی وو، چې له افغان ولسمشر سره یې لیدلي وو او د افغان سولې په اړه یې ورسره خبرې کړې وې.

له قطر څخه تر را ستنېدو وروسته د جمعې په ورځ‌ ښاغلي محمد صادق عرب نیوز خبري ایجنسۍ ته ویلي "پاکستان به په افغانستان کې د پخلاینې او امن لپاره د لارې جوړوونکي او اسانتیا پیدا کوونکي په توګه خپل رول ته دوام ورکوي".

نوموړي کابل ته د جنرل باجوه وروستی سفر د افغان سولې لپاره مهم بللی او ویلي یې دي چې دې سفر د امن لپاره د پاکستان هڅو ته نور پرمختګ ورکړی دی.

د طالبانو د قطر دفتر او افغان حکومت لا تر اوسه دوحې ته د پاکستان د ځانګړي استازي د سفر او له طالب مشرانو سره د لیدو په اړه څه نه دي ویلي او نه هم د پاکستان حکومت په دې اړه څه رسمي بیان خپور کړی دی.

افغان حکومت او طالبانو پر دې سلا شوي چې د سولې لومړۍ خبرې به په قطر کې کېږي خو د دغو خبرو نېټه تر اوسه نه ده ټاکل شوې. ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه وایي طالب مشر ملا غني بردار محمد صادق ته ویلي، چې د دوی د بندیانو خوشي کېدل به د خبرو ژر پیلېدو ته لاره هواره کړي.

سرچینې وایي محمد صادق په خبرو کې هیله څرګنده کړې چې ټولې ښکېلې غاړې به په افغانستان کې د پخلاینې او امن لپاره خپلې هڅې په صداقت تر سره کوي او ډاډ یې ورکړی چې پاکستان به په دې برخه کې په بشپړې ژمنتیا سره خپله ذمه واري تر سره کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جون په 7مه محمد صادق خان د افغانستان د سولې لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه ټاکلی وو. د پاکستان سیاسي څېړونکي تمه څرګندوي چې له افغان سیاسي مشرانو سره د بلدتیا په خاطر به هغه د افغان سولې په برخه کې مهم رول تر سره کړي.

محمد صادق خان د پښتونخوا د صوابۍ اوسېدونکی دی او د ګڼ شمېر نورو هېوادونو په ګډون په افغانستان کې هم له 2008م تر 2014م کاله پورې شپږ کاله د پاکستان سفیر پاته شوی، د پاکستان د خارجه وزارت ویاند پاته شوی او په 2016م کال کې د ډیپلومېټ له نوکرۍ ریټایر شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG