لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تیرکال په نړیواله کچه دبې کوره شوؤ خلکو شمیره کې اضافه شوې ده،دکډوالو نړیواله اداره


دملګرو ملتونو دکډوالو اداره ( يو اين ايچ سي ار) وایي تير کال په نړيواله کچه مهاجرت يا کډوالۍ کې زیاته اضافه ليدل شوې ده چې ورسره ديو فيصد څخه زيات انسانيت اغيزمن شوی دى.

دکډوالو نړيواله اداره هر کال دمهاجرينو دنړيوالې ورځې په موقعه دروانو جګړو او قدرتي افتونو له امله دبې کوره شوو لکونو خلقو دډاډګيرنې لپاره خپل راپور جاري کوي.

ددې راپور له مخې دتيرکال تر پائ شاوخوا 79٫5 میليونه خلک بې کوره شويدي، په هغوي کې 45٫7 میليونه هم دخپل هيواد نورو سيمو ته تللي دي او 29٫6 میليونه هاغه کډوال دي چې دخپل هيواد څخه بهر په کډو کولو مجبور شويدي.

د ښودل شوؤ شمیر له مخې شاوخوا 402 میليونه کډوال بیلابیلو هیوادونو کېدپناه اخستو دخواستونو نتيجو ته منتظر دي.

يوولس میليونه خلک هاغه دي چې اوس اوس بې کوره شوي او له جګړو او تشدد څخه يې تښته کړې ده.

په اسلام اباد کې يو اين ايچ سي ار او دافغان کډوالو لپاره په اړوند دیو این ایچ سي اؤ پاکستاني چارواکو ترمینځ غونده شوې چې پکې پاکستان کې ديو اين ايچ سي ار غړې نوريکو يوشيدا، دافغان کډوالو مشر کمشنر سليم خان، حکومتي چارواکو، دسفارتي مشنونو، دملګرو ملتونو ادارو ، شراکت دارانو، مدني ټولنو او دکډوالو استازو ګډون کړی ؤ.

په دې موقعه خپله وينا کې آغلې دکډوال دنړیوالې ادارې استازې يوشيدا وويل اوس دنړۍ په هر ٩٧ کې يو تن بې کوره دى چې دنړۍ له يو فيصد څخه دزيات انسانيت استازيتوب کوي.

هغې وويل د٢٠١٠م څخه راپديخوا جبري کډوالي دوه چنده شوې ده ځکه چې دا شميره يوه لسيزه دمخه يوڅلويښت میليونه وه.

هغې وويل يو بل حقيقت دا دى چې ٨٥ فيصده کډوال مخ په ترقۍ هيوادونو کې مېشت دي، باوجود دهغوي دخپلو چيلنجونو.

هغې دڅلويښتونو کلونو څخه دزياتې مودې پورې دکډوالو په ميلمستيا کولو دپاکستان د ولس او حکومت ستاينه وکړه او وئ ويل دپاکستان ميلمستيا مثالي ده.

په دې موقعه دافغان کډوالو مشر کمشنر ښاغلي سلیم خان دافغان کډوالو دمرستې کولو په اړه دحکومتي هوډ څرګندونه وکړه او وئ ويل مونږ به دافغان وروڼو او خويندو په پاملرنه کې نه ناکاميږو.

هغه په نړيوالې ټولنې غږ کړى چې پاکستان ته پېسې ورکړي او ملاتړ يې وکړي او وئ ويل مونږ دنړيوالې ټولنې څخه هیله لرو چې دافغان کډوالو دوضعيت سره هم په هاغه انداز معامله وکړي لکه څنګه چې يې دنورو نړيوالو بيړنو وضعيتونو په مهال کوي.

پاکستان دترکي او کولمبيا څخه وروستو په نړۍ کې دکډوالو ميلمستيا کوونکى دنړۍ دريم غټ هيواد دى.پاکستان دامهال ديو اعشاريه څلور میليونه اندراج راجسټرډ افغان کډوالو ميلمستيا کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG