لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي نن له درو میاشتو وروسته لاک ډاون ختموي خو د حج اعلان یې لا نه دی کړی


واشنګټن ـــــ د سعودي عرب حکومت پرېکړه کړې چې نن د اتوار د ورځې له سهاره په هېواد کې د کرونا وایرس له کبله لګېدلی ټولبند یا لاک ډاون ختم کړي او پر کاروبارونو لګېدلي بندیزونه بیرته لرې کړي خو دا اعلان یې لا نه دی کړی چې سږ به حج کېږي که نه.

د سعودي د کورنیو چارو وزارت سرکاري خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د مکې او مدینې د ښارونو په ګډون په ټولو ښارونو کې به ټولبند د جون په 21مه سهار پر شپږ بجې ختم شي، خو وایي تر پینځوسو د زیاتو کسانو پر غونډه بندیز به بیا هم پر ځای وي او خلک به د ټولنیز واټن د عملي کولو تر څنګ ماسکونه هم په مخ کوي.

د سعودي الاخباریه سرکاري ټیلیویژن د مذهبي چارو د وزارت له خولې ویلي، چې د کاروباري مرکزونو تر څنګ به نن شاوخوا پینځلس سوه هغه ځایونه او مسجدونه هم پرانیستل شي چې مقدس ګڼل کېږي او خلک یې زیارت ته ورځي یا پکې لمونځونه کوي.

د سعودي حکومت له درو میاشتو وروسته په داسې وخت کې د لاک ډاون او ګرځبندیز د ختمولو اعلان کړی چې لا هم په دې هېواد کې کرونا وایرس په تېزۍ خپرېږي او د مړیو شمېر یې ۱۲۳۰ ته رسېدلی او په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر یې تر یو لک ۵۴ زره اوښتی دی.

د سعودي د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د عمرې په ګډون د مکې او مدینې پر نورو زیارتونو او نړیوالو پروازونو بندیز لا هم پر ځای دی او نه یې تر اوسه د سږ کال د حج پرېکړه کړې ده.

ځینو سرچینو په روانه میاشت کې رایټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي چې د کرونا وایرس له کبله شاید د سعودي حکومت سږ د محدود شمېر خلکو لپاره د حج د مراسمو اجازه ورکړي خو د سعودي حکومت په رسمي توګه لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

انډونېشیا، ملایشیا، سینګاپور، سینیګال او برونای هېوادونو پرېکړه کړې چې د کرونا وایرس له کبله سږ کال حج ته خپل خلک نه لېږي.

د پاکستان د مذهبي چارو مرکزي وزیر نور الحق قادري څو ورځې وړاندې ویلي وو، جې حکومت به یې د سعودي تر اعلان وروسته پرېکړه کوي، چې خپل خلک حج ته لېږي که نه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG