واشنګټن ـــــ د پاکستان مشهور دیني عالم مفتي نعیم د شنبې- خالي په شپه ناوخته د پاکستان د کراچۍ ښار یوه روغتون ته پر لاره له نړۍ سترګې پټې کړې، چې کورنۍ یې د مرګ سبب د سږو ناروغي او د زړه دوره بللې ده.
مفتي نعیم څو ورځې وړاندې له کرونا وایرسه د رغېدلو ناروغانو د وینې د پلاسما خرڅول حرام ګڼلي وو. نوموړي ویلي وو چې دا باید ناروغانو ته مفته ورکړل شي.
د وزیراعظم عمران خان او ولسمشر عارف علوي په ګډون د پاکستان ګڼ شمېر سیاستوالو د هغه پر مړینې خواشیني څرګنده کړې او دا یې د پاکستان لپاره یوه لویه ضایعه ګڼلې ده. وزیراعظم عمران خان په یوه ټویټ کې ویلي:
"د مشهور دیني عالم او د جمامعه بنوریه انټرنېشنل د چانسلر مفتي محمد نعیم په مړینه خواشینی او غمجن یم".
مفتي نعیم د کراچۍ د مشهورې دیوبندي دیني مدرسې جامعه بنوریه مشر وو او په مدرسه کې یې د پاکستان په ګډون د افغانستان او نورو هېوادونو په زرګونو طالبعلمان دیني زدکړې کوي.
نوموړی په 1958م کال کې پیدا شوی وو او یوڅلوېښت کاله مخکې په 1979م کال کې یې بنوریه مدرسه جوړه کړې وه. هغه یو معتدل دیني عالم ګڼل کېده چې په مدرسه کې یې د دیني علومو تر څنګ کمپیوټر ساینس، انګرېزي او نور معاصر علوم هم ور ښوول کېدل.
مفتي نعیم درې کاله مخکې له ځینو نورو دیني عالمانو سره په یوه غونډه کې د ځانمرګو بریدونو په ضد فتوا ورکړې وه او ویلي یې وو چې ترهګري او جهاد فرق لري.