لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د بلوچستان حکومت د راتلونکي مالي کال لپاره د 465 اربه روپیو بجټ وړاندې کړ


واشنګټن ـــــ د بلوچستان حکومت د راتلونکي مالي کال 2020-21 لپاره بودیجه وړاندې کړه، چې وایي ټول خرچه به یې 465 اربه 52 کروړه وي، وایي په دې کې 48 اربه د صوبې د امنیت لپاره ځانګړې شوې دي چې تر تېر مالي کال څلور اربه زیاتې دي.

د شنبې- خالي په ورځ اسمبلۍ ته بجټ د خزانې صوبایي وزیر میر ظهور بلیدي وړاندې کړه چې په دې مهال د اپوزیشن ګوندونو غړي له بجټ سره د اختلاف په خطر له غونډې احتجاجاً ووتل.

صوبایي وزیر وویل چې په راتلونکي مالي کال کې به خساره 87 اربه 61 کروړه وي چې دا په بلوچستان کې د تاریخ تر ټوله زیاته خساره ګڼل کېږي. وزیراعلی جام کمال وایي خساره به د صوبې له سویي ګېس او نورو منصوبو پوره کوي.

میر ظهور بلیدي وایي د مرکزي او صوبایي حکومت آمدن به 377 اربه وي، چې وایي په دې کې به 302 اربه 90 کروړه او پینځوس لکه مرکزي حکومت ورکوي او 40 اربه روپۍ به د صوبایي حکومت وي.

ښاغلي بلیدي وویل چې د تعلیم او روغتیا لپاره یې زیاتې پیسې ځانګړې کړې دي:

"تر 70 اربه زیاتې روپۍ مو د تعلیم لپاره او 38 اربه زیاتې روپۍ مو په صوبه کې د روغتیا لپاره ځانګړې کړې دي چې اووه اربه به یې په پرمختیایي برخه او 31 اربه په غیرپرمختیایي برخه کې لګېږي".

د مرکزي حکومت غوندې د بلوچستان حکومت هم د مالي ستونځو له کبله د راتلونکي مالي کال په بجټ کې د سرکاري ملازمینو تنخاوې او د ریټایر ملازمینو پینشنونه نه دي زیات کړي.

وزیراعلی جام کمال وایي په بجټ کې یې اپوزیشن ګوندونه هم له پامه نه دي غورځولي او د هغوی لپاره یې هم خپل فنډ ځانګړی کړی دی، خو اپوزیشن ګوندونو د راتلونکي مالي کال له بجټ سره مخالفت څرګند کړی.

په اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړی نصرالله زېري د صوبایي حکومت له خوا وړاندې شوی بجټ "ولس دښمن" وباله او وایي، چې په دې کې د اپوزیشن ګوندونو د غړو د پرمختیایي کارونو لپاره د نشت برابر پیسې ایښودل شوې دي. زېری وایي د دې بجټ په ضد به احتجاج کوي:

"د اپوزیشن ګوندونو په 23 حلقو کې د اویا لکه خلکو لپاره په پرمختیایي برخه کې یواځې دوه اربه 90 کروړه روپۍ ایښې دي او د خپلو نازولیو لپاره یې 54 اربه روپۍ ایښې دي چې هغوی کرپشن وکړي، په دې کې داسې منصوبې هم شته چې بشپړ شوي دي او د هغه لپاره یې هم په کروړونو روپۍ بیا ځانګړې کړې دي".

صوبایي وزیر وویل چې په کالني بجټ کې یې د بلوچستان د پرمختیایي چارو لپاره 156 او د غیرپرمختیایي چارو لپاره 309 اربه روپۍ ټاکل شوې دي.

د بلوچستان حکومت وایي د کرونا وایرس د مخنیوي او له قدرتي آفتونو سره د مبارزې لپاره یې اته اربه روپۍ ځانګړې کړې دي خو د دې تر څنګ یې د کرونا وایرس لپاره یو بیړنی فنډ هم اعلان کړی چې هغه ته یې یو ارب روپۍ بېلې کړې دي.

XS
SM
MD
LG