لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نریندر مودي:چین زمونږ هیڅ یوه سیمه نه ده لاندې کړې،خپلې خپلواکۍ ته ارزښت ورکوؤ


دچین اؤ‌ هند ترمنځ لداخ کې په پوله ددواړو هیوادونو دسرحدي ځواکونو ترمنځ نښته کې د۲۰ؤ هندي عسکرو له وژل کیدو وروسته د هند وزیراعظم نریندر مودي په ټيلي ویژن خپل یو بیان کې ویلي دي چې د هند هیڅ یوه سیمه د چین په ولکه کې نه ده.

د دوشنبې په ورځ دچین اؤ هند ځواکونو ترمنځ په پوله دنښتې وروسته دهند دحکومت مخالفه ګوندونو مشرانو د چین په اړوند د مودي حکومت په تګلاره نیوکې کړې وې.

دغو مخالفو مشرانو په حکومت ټیګار کړی ؤ چې دچین څخه دخپلو سیمو د بیا ازادؤلو دپاره باید ګامونه واخلي.

پخپل بیان کې وزیراعظم مودي ویلي دي چین چې په پوله کوم ګام پورته کړی په هغې ګرد هیواد ته تکلیف رسیدلی دی ،هند امن اؤ دوستي غواړي خو ددې ترڅنګ دخپل هیواد خپلواکۍ ته هم اولیت ورکوي.

د وي او ای اردو څانګې د راپور له مخې وزیراعظم نریندر مودي ویلي چې “هیڅوک هم زمونږ تر پولې نه دي راتیر شوي اؤ نه اوس څوک زمونږ په خاوره شته اؤ نه یې زمونږ په پوستو قبضه کړې ده “

دچین اؤ هند دځواکونو ترمنځ لداخ کې شوې د تیرې دوشنبې نښته د تیرو پنځوسو کالو په مهال ددغو دواړو ګاونډیو هیوادونو دپوځونو ترمنځ تر ټولو درنه نښته ګڼل کیږي.

څېړونکي وایي چې د وزیراعظم مودي د تازه څرګندونو یو مقصد دا هم کیدای شي چې هغه غواړي دچین اؤ هند ترمنځ وضعیت ارامه کړي.

د چین اؤ هند ترمنځ په پوله د نښتو وروسته چین د زیارت په شپه د هند ۱۰ نیول شوي پوځیان خوشي کړي وو.

چین دا ګام وروسته له هغې اخستې ؤ چې درې وړځې وړاندې د چین اؤ هند د بهرنیو چارو وزیرانو په یو ټيلیفوني تماس کې په پوله د وضعیت په ارامه کولو اتفاق کړی ؤ خو دخالي په ورځ نړیوالو مطبوعاتو ویلي وؤ چې په سیمه کې تاؤ تریخوالی اوس هم دوام لري.

دمطبوعاتي رپورټونو له مخې هند په ختیز لداخ سیمه کې د چین سره د تاوتریخوالي په نظر کې نیولو سره جنګي الوتکې ، هیلي کاپٹرې او نور پوځي سامان چین ته څېرمه هوايي اډو ته استولي دي.

تیره ورځ د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ژاو لیجیان هندي ځواکونه د همالیا په سیمه کې په "قصدي اشتعال" تورن کړي وؤ

ژاو ليجیان په خپل ټویټر پاڼه لیکلي وؤ چې د ګلوان دره د چین د کرښې په اوږدو کې پرته ده او هند د اپرېل راهیسې په سیمه کې په یو اړخیز ډول سړکونه ، پلونه او نور ځایونه پکې جوړ کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې چین اوس د ګلوان درې ټوله برخه کنټرولوي.

د چین او هند دواړو هیوادونو تر منځ د 3500 کیلومیټره اوږده پوله تر اوسه په مستقل توګه نه ده ټاکل شوې. دواړه هېوادونه د سرحد د ټاکلو په اړه بیلابیل نظرونه لري. په1962 کال کېد سرحدي شخړې په اړه د دواړو هېوادونو ترمینځ جګړه هم شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG