لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کرونا وایرس پاکستان کې نور ۱۱۹ کسان مړه شوي،حکومت وایي دجولایي میاشت به زیاته خطرناکه وي


د روغتیا په بابله دپاکستان د وزیراعظم ځانګړی معاون ظفر مرزا وایي که چرې که په بشپړ ډول احتیاطي تدابیر خپل نکړل شي نو د جولایي دمیاشتې وروستۍ دوه اوونۍ ډیرې خطرناکې ثابتیدای شي.

پاکستان کې کرونا وایرس په تیریوشوارو کې نور ۱۱۹کسان وژلي چې دې سره په دغه هیواد کې د کرونا د مړو شوؤ ناروغانو شمیره د درې نیمو زرو څخه اوښتې ده.

د روغتیا په بابله دپاکستان د وزیراعظم ځانګړی معاون ظفر مرزا وایي که چرې که په بشپړ ډول احتیاطي تدابیر خپل نکړل شي نو د جولایي دمیاشتې وروستۍ دوه اوونۍ ډیرې خطرناکې ثابتیدای شي.

پاکستان کې د کنټرول اؤ عملیاتو دملي مرکز د تازه شمیرو له مخې په تیر یو شواروز کې د ۳۱زره اؤ ۶۸۱ کسانو د کرونا وایرس ټیسټونه شوي اؤ په دې کې څلور زره اؤ ۹۵۱ کسان په کرونا وایرس اخته معلوم شوي دي.

دغه شمیرې وایي چې په ګرد هیواد کې د کرونا وایرس دثبت شوؤ پېښو شمیره یو لک،۷۶زره اؤ۶۱۷ ته رسېدلې ده اؤ له دې جملې څخه ۶۷زره اؤ ۸۹۲ ناروغان بیرته جوړ شوي دي.

دا مهال سندهـ صوبه تر ټولو زیاته کرونا وایرس ځپلې ده اؤ دغلته تر اوسه ۶۷زره،۳۵۳ دکرونا وایرس پېښې ثبت شوي دي.

پنجاب کې ۶۵زره ۷۳۹،خیبر پښتونخوا کې ۲۱زره،۴۴۴،بلوچستان کې نهه زره اؤ ۳۲۸،اسلام اباد کې ۱۰زره ۶۶۲،دپاکستان دواک لاندې کشمیر کې ۸۱۳ اؤ ګلګت بلتستان کې دکرونا وایرس ۱۲۷۸ پېښې مخې ته راغلي دي.

همداشان پنجاب کې په کرونا وایرس ۱۴۰۷،سندهـ کې ۱۰۴۸،خیبر پښتونخوا کې ۸۰۸،بلوچستان کې ۱۰۰،اسلام اباد کې ۹۹،ګلګت بلتستان کې ۲۱ اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې ۱۹کسان مړه شوي دي.

دخالي په ورځ د روغتیا په بابله د پاکستان د وزیراعظم ځانګړي معاون ظفرمرزا د لوړې پائ دیوې غونډې په مهال ویلي دي چې پاکستان د نړۍ په هاغو وړومبیو درېوؤ هیوادونو کې شامل شوی دی چرته چې کرونا وایرس په زیاته کچه خلک زیانمن کړي دي.

هغه اندېښنه ښودلې که خلک احتیاطي ګامونه وانخلي نو د جولایي میاشتې وروستۍ دوه اوونۍ به زیاتې خطرناکې ثابتې شي اؤ ویره ده چې نور هم په لویه کچه دا وایرس خور شي.

تر دې دمخه پاکستاني چارواکو اندېښنه ښودلې چې که خلک احتیاط ونکړي نو دجولایي نیمایي پورې پاکستان کې دکرونا د ناروغانو شمیره ۱۲ؤ لکو ته لوړیدی شي.

حکومت دکرونا د مخنیوي په خاطر د هیواد ۲۰ؤ لویو ښارونو کې د ټيټې کچې لاک ډاؤن هم پځائ کړی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG