لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې نمر تندر نیولی دی


دنمر دتندر نیولو دا علت د زمکې اؤ نمر ترمنځه د سپوږمۍ راتللو له امله دی اؤ په پاکستان کې خلک د نمر تندر لیدنه په واضحه توګه کولی شي.

دنمر دتندر نیولو دا علت د زمکې اؤ نمر ترمنځه د سپوږمۍ راتللو له امله دی اؤ په پاکستان کې خلک د نمر تندر لیدنه په واضحه توګه کولی شي.

سپوږمۍ دنمر مخه نیولې ده اؤ یوازې دنمر غاړې د یوې ګول دایرې په شکل کې سرې ښکاري،طب پوهان وایي تندر په مهال نمر ته کتل د خلکو په نظر بدې اغیزې کولی شي ځکه نو باید په دې مهال دنمر کتنې نه ډډه وکړي.

پاکستان د نمر دتندر نیولو عمل سخر په نهه بجې اؤ ۲۴ دقیقو پیل شوی چې د ماسپښین یوې بجې پورې به دوامداره وي.

دپاکستان په ځېنو سیمو کې به په سپوږمې د نمر شغلې زمکې ته نه پریږدي چې له دې امله به په ورځ کې دماښام په څېر تیاره لیدل کیږي.

دپاکستان ترڅنګ به د تندر نیونه په چین،شمالي هند اؤ د افریقې په ځېنو برخو کې هم خلکو ته په نظر راځي

دفلکیاتو دعلومو اؤ فاصلاتي سائنسونو پوهان وایي چې روان کال کې به څلور ځله سپوږمۍ اؤ دوه ځله نمر تندر نیسي،خو د نمر دوهمه تندر نیونه (چې په ۱۴ دسمبر به وي) به پاکستان کې نه ښکاریږي.

د روان کال په اوږدو کې دوه ځله سپوږمۍ تندر نیولې ده چې په پینځم،شپږم اؤ ۱۰م جون پاکستان کې هم لیدل شوې وه.

دپنجاب پوهنتون د فاصلاتي سائنسونو دڅانګې مشر ډاکټر سید عامر محمود بیلابیلو رسنیو ته ویلي چې د نمر تندر نیونه په موسم اؤ چاپیریال زیاتې اغېزې نه کوي اؤ په زمکه یې هم منفي اغیزې نه وي.

خو په پاکستان کې د نظر وتلی ډاکټر قمراسلام لودهي وایي چې دنمر تندر ته نیول په نظر بدې اغیزې کوي اؤ حتی دخلکو د سترګو نظر اخستی شي ځکه نو باید یا یې دکتلو ډډه وکړل شي اؤ یا ورته په داسې چشمو کې وکتل شي چې نظر پکې د نمر دشغلو خوندي وي.

دپاکستان دسائنس وزیر فواد چوهدري هم په اولس غږ کړی دی چې دنمر تندرنیونې ته له کتلو ډډه وکړي اؤ ویلي یې دي چې دا نظر ته زیان رسوي.

XS
SM
MD
LG