لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان کې د کرونا وبا په مهال د صحت په ۱۵ مرکزونو بریدونه شوي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر تور لګولی چې د کرونا وبا په مهال په افغانستان کې طالبانو او او افغان دولتي ځواکونو د صحت په ۱۵ مرکزونو په ارادې سره بریدونه کړي دي.

د امريکې د جون هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په افغانستان کې تراوسه پورې په 28زره833 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او ۵۸۱ ترې مړه شوي دي.

يوناما د اتوار، يکشنبې په ورځ خپل خپور کړي رپوټ کې ويلي د مارچ د مياشتې نه د صحت مرکزونه د پېښو ښکار شوي دي.

یوناما ويلي طالبانو اته مرکزونه په هدف کړي او دوه يې د پېښو ښکار شوي دي.

ادارې ويلي د افغان ځواکونو په بریدونو کې د صحت درې مرکزونه په هدف شوي او يو د طالبانو او حکومتي ځواکونو په نښته کې په نخښه شوی دی.

يوناما په ارادې سره بريدونه، ګواښونه او د صحت د چارو د کارمندانو تښتول غندلي دي.

ادارې په خپل رپوټ کې ويلي چې د وبايي ناروغو دپاره په افغانستان کې د وړاندې نه هر څه کم دي او په داسې کې چې د صحت مرکزونه په نخښه کيږي موجوده اسانتياوې به نورې کميږي.

په رپوټ کې په ځانګړي ډول په 12 مې په کابل کې د ماشومانو د زېږدنې په مرکز/ روغتون د بريد يادګېرنه شوې چې ډاکټرز وټ اؤټ بارډر چلولو چې بريد پرې شوی ؤ.

په ياد بريد کې د پينځه زېږېدلو ماشومانو او 16 ښځو په ګډون 25 تنه وژل شوي وو.

په افغانستان کې د امریکا سفارتخانې هم ويلي چې د کرونا وبا پرضد مبارزه کوي او په دغه مهال يې 20 کار کوونکي په خپله د کرونا وايرس ښکار شوي دي.

د یوناما دغه رپوټ په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د افغانستان په شمال کې پرتو بغلان او تخار ولايتونو کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښتي شوي او نهه سرتيري پکې وژل شوي دي.

د افغانستان د ملي امنيت شورا ويلي د اتوار په ورځ ويلي په تېره اوونۍ کې د طالبانو په بريدونو کې 42 ملکي وګړي وژل شوي او د 100 نه زيات نور ژوبل شوي دي، طالبانو په سمدستي ډول دې ځواب نه دی ويلی.

XS
SM
MD
LG