لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د صحت نړيواله اداره: کرونا اوس هم په زور کې او په لومړي پړاؤ کې ده


د صحت نړيوالې ادارې د کرونا وبا په اړه شمېرې خپرې کړي او ويلي يې دا وبا اوس هم لا په زور کې او په لومړي پړاؤ کې ده که څه هم ځینې پوهان ګڼي چې دا په دوېم پړاؤ کې ده.

د صحت نړيوالې ادارې د اتوار/ يکشنبې په ورځ کې ويلي په ګرده نړۍ کې په يوه ورځ کې د کرونا وايرس یولک 83 زره پېښې مخې ته راغلي دي.

د صحت نړيوالې ادارې ویلي په برازيل کې تر ټولو سېوا 55زره په امریکا کې په دوېم نمبر 36زره او بيا په هند کې 15زره پېښې مخې ته راغلي دي.

ادارې ويلي په نړۍ کې 87 لکه اته زره کسان په کرونا وايرس اخته شوي او څلور لکه 62زرو ته مړي نزدې شوي دي.

د جان هوپکنز بلومبرګ د عامې روغتیا په سکول کې د صحت د مرکز مشر ډاکټر ټام انګلېسبي ويلي په دومره زیاته شمېره کې د کرونا وبا پېښې مخې ته راتلل په زیاته شمېره کې د معاينو تشريح څه نه لرې کوي.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ويلي هغه ګڼي چې معاينه يې علت دی.

هغه د خالي/ شنبې په ورځ په اوکلاهاما کې يوې غونډې ته په وېنا کې ويلي چې کله تاسو معاينې کوئ نوې پېښې به مخې ته راځي، زه خلکو ته ويل غواړم چې معاينې کمې کړئ دوی پرله پسې معاينې کوي.

سپينې ماڼۍ وروسته ویلي صدر ټرمپ دغه خبره په ټوقه کې کړې وه.

خو د صحت د هارورډ نړيوالې د صحت ادارې ډاکټر اشيش جا ويلي د کويډ 19 يا کرونا وبا په اړه ټوقې نه دي پکار.

هغه سي اېن اېن ته ويلي دا د ميلينونو په شمېره کې امریکايانو دپاره د خفګان خبره ده چې ناروغان دي او د معاينې جوګه نه وي، دا د بده مرغه د ټوقې خبره نه ده.

په داسې حال کې ځينې پوهان د کرونا وبا د دوېم پړاؤ خبرداری ورکوي.

خو د امریکې د عامې روغتيا د ملي ادارې ډاکټر انتهوني فاؤچي ای پي ته ويلي چې کله د ورځې 20زره کسان اغېزمن کيږي څنګه دې ته دوېم پړاؤ ويل کېدی شي؟.

دغه ډول د جان هوپکنز پوهنتون د ناروغونو څيړنکار کېلين ريورز ويلي هغه هم د کرونا وبا دپاره د دوېم پړاؤ توری نه کاروي ځکه چې د هغه په وېنا هغه خلکو ته دا غلط باور ورکوي چې ګنې د دې وبا سخت وخت تېر شوی دی.

د صحت د چارو پوهان وايي کرونا نوي وايرس دي او دوی لا په دې خبره نه دي پوهه چې د موسم به په دې څه اثرات وي.

د صحت د نړیوالې ادارې مشر انډېنم ګبريسس تېره اوونۍ ويلي ؤ دا وبا نوره تيزيږي.

XS
SM
MD
LG