لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: ژورنالسټ او ليکوال محمدحنيف د پوهنتون د استازۍ څخه لرې کړی شوی


ژورنالسټ او ليکوال محمد حنيف د کراچۍ د يو شخصي پوهنتون (حبيب يونيورسټۍ) څخه لرې کړی شوی دی، حنيف د نورو ليکونو سره د (ای کېس اف اېکسپلوډنګ مېنګوز، چاؤدېدونکو امونو قضيې) په نوم یو ناول ليکلی په کوم کې چې چې د پخواني پوځي امر ضیاالحق په اړه ليکل شوي دي.

نوموړي د روان کال جنورۍ په مياشت کې ادعا کړې وه چې د پاکستان د استخباراتي ادارې "ايي اېس ايي ځینې کسان راغلي او د هغه د (انګرېزۍ) ناول د اردو ژباړې کتابونه يې د ځان سره وړلي او د کتاب پلورونکي دوکان مشر ته يې ګواښ کړی دی او نور مالومات يې ترې غوښتې دي".

حنيف تېره ورځ په ټويټر د لاهور اېف سي کالج څخه ويستل شوي پروفېسر او بشري حقونو فعال پروفېسر عمارعلي جان ته ليکلي چې کراچۍ ته راځه هغه هم د شخصي حبيب پوهنتون څخه ويستل شوی چرته چې يې زده کوونکو ته څو سمسټرې ويلې وې.

د (ای کېس اف اېکسپلوډنګ مېنګوز، چاؤدېدونکو امونو قضيې) ياد ناول په کال ۲۰۰۸م کې د پخواني پوځي امر جنرل مشرف د واکمنۍ په مهال چاپ شوی ؤ.

محمد حنيف په کال ۲۰۱۱م کې د "لېډي اف ايلائس بهټي" په نوم دوېم ناول چاپ کړی چې د يوې نرسې او پوليس انسپکټر د کردارونو نه تاويږي.

د نوموړي درېم ناول د (رېډ برډز، سرې مرغيو) په نوم په کال ۲۰۱۸م کې چاپ شوی چې په درېو برخو کې دی يوه يې د يو صحرا، دوېمه د یو کېمپ او درېمه د هېنګر په اړوند ده.

د محمد حنيف تعلق د پاکستان د پنجاب صوبې د اوکاړې ښار سره دی، هغه اول د پاکستان په هوايي ځواک کې جنګي پايلټ ؤ خو وروسته یې دغه دنده پرېښودې او بي بي سي ته تللی ؤ د هغه کالمونه او بلاګونه اوس هم په بېلابيلو ځايي او نړيوالو خبري ادارو کې خپريږي.

محمد حنيف ته په کال ۲۰۱۸م کې د پاکستان حکومت د ستاره امتیاز تمغه هم ورکړې وه.

عمار علي جان ویلي د بشري حقونو د فعاليتونو له امله هغه هم مجبور کړی شوی او د لاهور د اېف سي کالج د پروفېسرۍ څخه يې استعفی ورکړې ده.

جان ويلي د ملي سلامتيا پرضد د خبرو په تور د رياستي ادارو په فشار هغه يو ځل بيا د خپلې دندې څخه لرې کړی شوی دی.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د کالج انتظاميې ورته د خپلو نظرياتو څخه په شا کېدو يا په نوکرۍ کولو کې د یوې لارې خپلولو ويلي ؤ ځکه د هغه سره د استعفی ورکولو پرته لار نه وه.

هغه وايي د کالج انتظاميې ورته د خواريکښو، زده کوونکو، بې درکه کسانو او پښتون ژغورنې غورځنګ په حق کې د خبرو نه کولو ويلي ؤ.

عمار علي جان له دې وړاندې د دولتي کالج د نوکرۍ څخه ويستل شوی څځچې هغه په کراچۍ کې د پوليس په جعلي مقابله کې د وژل شوي پښتون زلمي نقيب مسيد په حق کې غږ پورته کړی ؤ.

هغه د پي ټي اېم د وژل شوي فعال ارمان لوڼي د وژنې پرضد لاهور کې مظاهرې ته وېنا کړې او د هغې وروسته پوليسو نيولی ؤ.

د پروفېسر عمار د استعفی نه وړاندې په پاکستان کې ياد سائنس پوهه پروفېسر هود بهايي په اړه هم خبر مخې ته راغلی ؤ چې هغه هم د لاهور په اېف سي کالج کې ځورول کيږي.

محمد حنيف، پروفېسر عمار علي جان او پروفېسر هود بهايي د پاکستان په پوځ تنقيد کوونکي ګڼل کيږي.

هود بهايي وي او ای ډیوه سره په خبرو کې د هغه او نورو استازانو د ځورولو پخلی کړی خو د ډېر څه ويلو نه يې ډډه کړې او ويلي يې دا وخت هغه خاموشه پاتې کېدل غواړي.

په وروستیو کې پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن په ملک کې د تعليمي پوهانو پرضد په ناوړه کمپاينونو کولو ويره څرګنده کړې ده.

د خېبرپښتونخوا د پېښور پوهنتون د ايريا سټډي سنټر پخوانی مشر پروفېسر ډاکټر سرفراز وايي په پاکستان کې په پوهنتونونو کې د رایې د اظهار او د تعليم په برخه کې ازادي هم نشته او که يو استاز د خپلې رايې اظهار کوي نو هغه ته د رياستي او غېر رياستي ادارو ترڅنګ د مذهبي تندلارو لخوا ګواښونه کيږي.

په پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند حکومت د نیوکو سره مخ دی چې د رايې په اظهار يې بندېزونه لګولي او رسنۍ هم د فشار لاندې ساتي.

خو حکومت په ملک کې د رسنيو او بشري حقونو د خوندي کولو دعوه کوي.

XS
SM
MD
LG