لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په نړۍ کې د کورونا پېښې په چټکۍ سره د زیاتېدو په حال کې دي


واشنګټن - د روغتیا نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او د اتوار یا یکشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې په ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ۱۸۳۰۰۰ نوې پېښې رامنځ ته شوي، چې دا د کورونا د پیل راهیسې په یوه ورځ کې تر ټولو د زیاتو پېښو ریکارډ دی.‌

د ډبلیو اچ او چارواکو ویلي، د تېرو څو اونیو راهیسې د کورونا وایرس شمالي او جنوبي امریکا ته مخه کړې چې یواځې د یکشنبې یا اتوار په ورځ ۱۱۶۰۰۰ نوې پېښې په دغې سیمه کې موندل شوي دي.

دوی وايي، په برازېل کې د کورونا ۵۵۰۰۰ نوې پېښې، د امریکا په متحدو ایالاتونو کې له ۳۶۰۰۰ څخه زیاتې او په هندوستان کې ۱۵۰۰۰ نوې پېښې موندل شوي دي.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د عامې روغتیا په برخه کې د روغتیايي خوندیتوب د مرکز مشر ډاکټر ټام انګلیسبای رسنیو ته ویلي، چې د زیاتوالي دلیل د زیاتو خلکو معاینه کېدل او خپله د وایرس زیاتېدل یا خپرېدل دي.

هغه وايي، په اکثرو ایالاتونو په ځانګړي توګه ارېزونا، ټکساس، کېرولاینا او فلورېډا کې زیات ټسټونه مثبت شوي او زیات کسان په روغتونونو کې بستر شوي نو ځکه خطرناکه ناروغي راغلې ده.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ یو ځلې بیا ویلي، چې دی باور لري چې په امریکا کې د کورونا په پېښو کې ځکه زیاتوالی راغلی چې ټسټونه یې زیات شوي دي.

ټرمپ د اتوار په ورځ په یو ټویټ کې ویلي،

"زمونږ د کورونا وایرس ټسټونه ۲۵ میلیونو ته رسېږي او ډېر پرمخ تللي دي چې له امله یې مونږ داسې ښکارو چې زیاتې پېښې یې لرو په ځانګړې توګه د نورو هېوادونو په پرتله."

ټرمپ د خالي یا شنبې په ورځ په خپلې یوې سیاسي غونډه کې وویل، "کله چې تاسو تر دې کچې ټسټونه وکړئ نو تاسو به زیاتې پېښې پیدا کوئ نو ما خپلو خلکو ته وویل، د ټسټونو کول ورو کړئ."

سپینې ماڼۍ بیا وروسته وویل چې ولسمشر یواځې ټوکه کوله.

په امریکا کې دا مهال په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۲،۳ میلینو څخه زیات شوی او په دغه هېواد کې ۱۲۲۰۰۰ کسان په کورونا باندې مړه شوي دي.‌

ټاکل شوې ده چې د سپینې ماڼۍ د کورونا د کاري ځواک غړي به د نهې یا سې شنبې په ورځ د امریکا د استازو جرګې د انرژۍ او سوداګرۍ کمېټې ته معلومات ورکړي او د ددغې جرګې مشره نېنسي پیلوسي وايي،

"د امریکا خلک غواړي چې د ولسمشر ټرمپ د هغو خبرو په اړه د دوی پوښتنې ځواب شي چې غواړي ټسټونه کم کړي په داسې حال کې چې پوهان وایي، د زیاتو ټسټونو اړتیا ده."

هغې په یو بیان کې د یکشنبې په ورځ ویلي، "د ولسمشر هڅې چې غواړي د ټسټونو بهیر ورو کړی ددې لپاره دی چې د وایرس ريښتینی خطر له خلکو پټ کړي او دا ددې معنی لري چې زیات امریکایان به خپل ژوند له لاسه ورکړي.

نیوزېلنډ د ګل یا دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی د کورونا وایرس له امله ځینې محدودیتونه بېرته سختوي ځکه غواړي چې له نورو هېوادونو څخه ورته بېرته کورونا خپره نه شي. نیوزېلېنډ د نړۍ هغه هېواد دی چې کورونا پکې صفر اعلان شوې وه.

په نویو محدودیتونو کې به د دغه هېواد په بندرونو کې د کښتیو د درېدلو په برخه کې لا سخت شرایط ځای پر ځای شي.‌

په نیوزېلېنډ کې دا مهال د کورونا نهه پېښې رپوټ شوي چې ټول یې په یواځې ځای کې ساتل شوي.

په جنوبي کوریا کې د ګل په ورځ ۱۷ نوې پېښې رپوټ شوي چې دا په کابو یوه میاشت کې تر تولو وړه شمېره ده.

په ټوله نړۍ کې د کرونا پېښې له نهه میلینه او ۶۷۰۰۰ او د مړو شمېر له ۴۷۱۰۰۰ څخه زیات شوی دی.

له کروونا وایرس څخه تر اوسه پورې نېږدې پنځه میلیونه کسان په بشپړه توګه ښه شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG