لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: کرونا وايرس نور 105 کسان مړه کړي، د اغېزمنو شمېره يو لک85 زرو نه واوړېده


په پاکستان کې په تېر شوا روز کې نور 105 کسان د کرونا وايرس څخه مړه شوي دي چې ورسره په ملک کې د دې وايرس څخه د ټولو مړينو شمېره 3695 ته رسېدلې ده.

د سرکاري شمېرو ترمخه دا وخت 3236 کسان د کرونا وايرس څخه په مرګوني حالت کې دي.

په ملک کې په نورو 3946 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی چې ورسره د کرونا وايرس وهلو ټوله شمېره يو لک 85زره32 ته رسېدلې ده.

د سرکاري شمېره ترمخه په ملک کې تراوسه پورې د کرونا وايرس مالومولو دپاره 11لکه26زره761معاينې/ټسټونه شوي دي.

ويل شوي په تېر شوا روز کې 24زره599 معاينې شوي دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې په کرونا وايرس اخته شوي 73زره471کسان صحتمند شوي هم دي.

د صوبو حال

په پاکستان کې د کرونا وايرس له امله دا وخت سند صوبه تر ټولواغېزمنه ده په صوبه کې 71زره92کسان په کرونا اخته شوي دي.

په سند کې د کرونا څخه 1103 کسان مړه شوي او 37زره44 ترې ښه شوي دي.

په پنجاب کې کرونا وايرس 1495 کسان مړه کړي دي، په صوبه کې په دې وايرس 68زره308 کسان اخته شوي او 19زره508 ترې ښه شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې 843 کسان د دې وايرس له امله مړه شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې د سرکاري شمېرو ترمخه تراوسه پورې په 22زره633 کسانو کې د کرونا پخلی شوی او شپږ زره869 کسان ترې ښه شوي هم دي.

په بلوچستان کې د کرونا وايرس څخه 104 او اسلام اباد کې 106 مړه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG