لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خلیلزاد:دسولې مخالف بهرني اؤ ملکي قوتونه دسولې عمل ګډوډول اؤ دې کې ځنډ راوستل غواړي


افغان سولې دپاره دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت استازي ښاغلي زلمي خلیلزاد دافغانستان دلویې څارنوال ددفتر په مامورینو شوی برید غندلی اؤ ویلي یې دي دامن پر ضد ولاړ بهرني اؤ ملکي قوتونه دجوړ جاړي عمل خرابول اؤ په دې کې ځنډ غواړي.

دسه شنبې په ورځ‌ پخپله ټوئټر پاڼه زلمي خلیلزاد لیکلي امریکا دلویې څارنوال په کاروان د شوي برید غندنه اؤ په دې کې داغیزمن شوؤ کورنیو سره خواخوږي کوي.

د دوشنبې په ورځ دکابل په ده سبز ولسوالۍ کې دنامعلومو وسله والو په برید کې د لویې څارنوالۍ دوه څارنوالان، یو ډرائیور اؤ دوه نور مامورین وژل شوي وؤ.

ویل کیږي د لویې څارنوالۍ دغه پرسونل د بندیانو دتبادلې په لړ کې خپل مسولیتونه سرته رسول چې د ترهګرو د لوري پرې برید شوی دی.

زلمي خلیلزاد ویلي” دا برید چې کوم څه په ګوته کوي مونړ له هغې خبر یو”

زلمي خلیلزاد په افغان خواؤ ټینګار کړی چې هغوئ باید د جوړجاړي عمل کې دځنډ راوستلو پځائ داعمل نور هم چټک کړي اؤ دبین الافغاني خبرو اترو دپاره دې خپلو کې پرمختګ وکړي ترڅو دافغان شخړې په سیاسي هواري اؤ اوربند خبرې وکړل شي.

هغه زیاته کړې چې دافغانستان ولس دجګړو پائ ته رسیدل خواړي او امریکا دهغوئ سره په دې خبره کې د هغوئ ترشا ولاړه ده.

طالبانو په دې برید کې د لاس لرنې څخه انکار کړی دی اؤ دبرید یې په ستختو ټکو کې غندنه کړې ده .

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټوئټر لیکلي د سولې پروسه ډير دښمنان اؤ مخالفین لري اؤ ټول باید داسې توطیو ته ځېرک اوسي.

دطالبانو اؤ امریکې ترمنځ دسولې دشوي تړون له مخې افغان حکومت اؤ طالبانو د یو بل دبندیانو په خلاصولو لاس پورې کړی اؤ ټاکل شوې ده دافغان خواؤ ترمنځ به بین الافغاني خبرې اترې هم زر پیل شي خو په دې جریان کې افغانستان کې په امنیتي ځواکونو اؤ دولتي‌ مامورینو د بریدونو لړۍ هم دوامداره ده

XS
SM
MD
LG