لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان 10 کرکټ‌ لوبغاړو ته د انګلېنډ تر سفر مخکې کرونا وایرس ور پورې شوی


واشنګټن ـــــ د پاکستان کرکټ بورډ‌ تایید کړې چې په څو ورځو کې د لوبو لپاره انګلېنډ ته تر سفر مخکې یې د کرکټ د ملي لوبډلې 10 لوبغاړو ته کرونا وایرس ور پورې شوی دی.

لومړی د پاکستان د کرکټ لوبډلې د درو لوبغاړو شاداب خان، حارث رووف او حیدر علي په اړه خبر ورکړل شوی وو چې وایي دوی په کرونا وایرس اخته شوي دي خو نن د نهې- سه شنبې په ورځ دا شمېر لسو ته ورسېد.

کرکټ بورډ ویلي وو چې لومړیو درېواړو لوبغاړو د کرونا وایرس نخښې نه لرلې خو کله چې یې په راولپینډۍ کې ټیسټونه وشول نو له نتایجو یې څرګنده شوه چې دوی ته دغه ناروغي ور پورې شوې او ورته ویل شوي چې ځانونه له خلکو ګوښه کړي.

نور هغه اووه لوبغاړي چې کرونا وایرس ور پورې شوی په هغوی کې فخرزمان، محمد رضوان، وهاب ریاض، عمران خان، محمد حفیظ، محمد حسنین او کاشف بټي شامل دي.

وایي د دغو لوبغاړو په ګډون تېزو بالرانو عثمان شینواري او عماد وسیم هم د کرونا وایرس ټیسټونه کړي دي چې وایي نتایجو یې وښودله هغوی ته دا ناروغي نه ده ور پورې شوې.

کرکټ بورډ وایي چې د انګلېنډ د لوبو لپاره له ټاکل شویو 29 لوبغاړو څخه د 28 لوبغاړو او د روزونکو د کرونا وایرس ټیسټونه د ګل- دوشنبې په ورځ په کراچۍ، لاهور، راولپینډۍ او پېښور کې شوي چې وایي کېدای شي نتایج یې نن مخې ته راشي.

په روزونکو کې به د شعیب ملک، د بالنګ د روزونکو وقار یونس او فزیو کلف ډیکن د کرونا وایرس ټیسټونه وروسته کېږي. وایي شعیب ملک به له خپلې کورنۍ سره تر ملاقات وروسته د جولای پر 24مه انګلېنډ ته رسېږي، همدارنګه وقار یونس به د اسټرېلیا او کلف ډیکن به له جنوبي افریقې انګلېنډ ته ځي او په لوبډله کې به ګډون کوي.

کرکټ بورډ وایي په کرونا وایرس اخته لوبغاړي به دوې اوونۍ پخپل کور کې ځانونه ګوښه کوي او تر هغه وروسته به دوه نور ټیسټونه کوي، که یې نتایج منفي راغلو نو بیا به د انګلېنډ د سفر اجازه ورکول کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG